افغانستان

کندهار کې نفوذي پولیس د عملیاتي قطعې ۸ پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو «نفوذي» پولیس د عملیاتي ځانګړې قطعې ۸ پولیس په ډزو وژلي دي.

دا پېښه تیره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په «سرکاري باغ» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې له کندهار ښار څخه د عملیاتو تللې عملیاتي قطعې د ځانګړو پولیسو یو عسکر په خپلو ملګرو ډزې وکړې.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په دغه برید کې د پولیسو د ځانګړې قطعې ۸ عسکر وژل شوي او بریدګر پولیس هم له نورو پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

سرچینې دغه راز ویلي، چې د پېښې ځای ته نن سهار تازه دمي عسکر لیږل شوي، ترڅو د وژل شوو پولیسو تشه ډکه کړي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي هم دغه پېښه تایید کړې؛ خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یو ټویټ کې ویلي، چې دا پېښه د پولیسو د خپلمنځي جګړې له امله رامنځ ته شوې او بریدګر پولیس له ګڼو وسلو او مهماتو سره دوی ته ورغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي عسکرو له پرون ماښام راهیسې په ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي او ترڅنګ یې امریکايي الوتکې د دولتي عسکرو په پلوۍ د طالبانو په سنګرونو بمباري هم ترسره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هو، د دی خبر په اوریدو که څه هم ډیر خوشاله شوم خو ما سره د هغه مجاهد فکر وو چه هغه به سره د دی چه غلام عسکر و ته یی د هغوی د عمل سزاوی اورولی هغه مجاهد به هم د هغه غازی مجاهد به شان ( چه لس امریکایان یی وژلی وو او بیا هم الله ج تر اخره ژوندی وساتو چه بلاخره د تبادلی له مخی له بنده هم خوشی او د خپلی کورنی یا دوستانو سره یوځای شو ) به هم ژوندی پاتی شوی که نه ، لیکنه می په ډیر سرعت لوستله تر دی… نور لوستل »

طوطی

خوشحالی کوه د افغانانو پر وژنه باندی. مشران دی په کراچی او اسلام آباد کی طیاری ته منتظر دی چی څه وخت یی قطر ته انتقال کړی. هیڅ ###

طوطی

تر دی نور ناځوانمردانه عمل نشته چی ملګرو سره جمع وکړه، په یوې کاسی ورسره ډوډی وخوره بیا یی په ناځوانمردانه توګه ووژنه نوم پری کیژده د جهاد. دا د اسلام له اصولو سره مطالقت نلری. آیا اصحابو همداسی کول؟؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x