افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکایي ځواکونه: کړي هوایي بریدونه مو د دوحې له تړون سرغړونه نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند د طالبانو هغه څرګندونې رد کړې، چې امریکایي ځواکونه یې تورن کړي وو په هلمند او کندهار ولایتونو کې یې هوایي بریدونه کړي او له دوحې تړون يې سرغړولی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې پر امریکایي ځواکونو تور پورې کړی و، چې په دې وروستیو ورځو کې يې په هلمند او کندهار ولایتونو کې ددوي پر جنګیالیو هوایي بریدونه کړي او د کندهار په ارغنداب کې د حکومتي عسکرو له لوري د تازه پيل شویو عملیاتو هوایي ملاتړ يې کړی.

طالبانو دا کار ددوحې له تړون سرغړونه بللې وه او ګواښ یې کړی و، چې که دا ډول کړنې دوام ومومي دوی به «جدي عکس العمل» ته اړ شي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند «سني لیګت» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې د طالبانو دا «ادعاوې» چې امریکایي ځواکونو د دوحې له تړون سرغړونه کړې؛ اساس نه لري او په خبره یې، دوی له دولتي ځواکونو ملاتړ کوي او د طالبانو خلاف جګړه کې يې په ننګه درېږي.

نوموړي ددې تر څنګ طالبان تورن کړي، چې په ښارونو کې لوړپوړي چارواکي، د مدني ټولنو غړي او ژورنالستان په نښه کوي او بیا یې مسئولیت هم نه مني؛ چې دده له قوله، د سولې پروسې د بریا په موخه باید ودرول شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس امریکایي ځواکونه نشي کولای د جګړې ددوام له مهال پرته په نورو وختونو کې طالب جنګیالي او عام ولسي وګړي بمبار کړي او یا هم د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د هغوی ملاتړ وکړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم امریکايي لوری تورن کړی و، چې له شوي تړون په بیا، بیا سرغړونې کوي او په داسې حال کې چې طالبان یاد تړون ته ژمن پاتې دي؛ غواړي جدي غبرګون ته یې وهڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ ما لا تَفْعَلُونَ کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللهِ أَنْ تَقُولُوا ما لا تَفْعَلُونَ.۶۱سوره صف آیات ۲،۳ معنی :اۍ ایمان والوولی وایاست تاسوهغه څه چه نه یی کوۍ تاسی،ډیره ناخوښه سوه په نزددالله داچه تاسووایاست هغه څه چه تاسونکوۍ.
کفاروزموږداکمزوری حس کړي ده پوهیږی چه هسی دمکۍ راکوی اوعمل نکوی،اودپورته آیات مخالفت همدۍ چه زموږدناکامۍ سبب دۍ داڅومه دمکۍ ده چه طالبان یی ورکوی که یی په اول کی عمل کړۍ وای بیابه نه وو داتیرۍ سوۍ ،دامعاهده کفاروموږته په خیرات نده راکړی ناکامه سول،مسلمانوداسی وارپروکۍ چه په ژوندیی نسی هیر مه بیریږۍ.

عبدالمالک همت

 امريکايي وحشي ځواکونو ته د طالبانو له خوا د حکومتي ځواکونو د جګړې ددوام پر مهال ولي حق ورکړه سوی دی چي طالب اتل جنګیالي او عام ولسي وګړي بمبار کړي ؟ وايي: سل يې مړه کړه ته يې لا بدي نه بولې؟ افغانان پرله پسې په ډول ډول وژنو وژل کېږي، خو امريکايان د خير پر غونډۍ ورته ناست دي، د افغانانو د مرګ ژوبلو سيل کوي ؟! د سولي لپاره په اصطلاح د افغانانو خبرو ته هم زه خوشبين نه يم، دا د امريکايانو او کابل ادارې له خوا هسي د وخت دفع کېده دي . د امريکايانو… نور لوستل »

عبدالمالک همت

يوه اړينه څرګندونه: درنو او زړه ته راتېرو عزيزانو السلام عليکم ورحمة الله ! ګورئ څوک دي داسي فکر نه کوي چي خدای دي نه کوي زه د طالب په نامه د علمای کرامو حفظهم الله، په تېره پر اسلام او وطن باندي د سر ايښوونکو اتلو طالبانو او خپلو پتمنو خلکو او هيواد ضد يم، هغه عناصر چي زه ضديت ور سره لرم معلوم دي ، خو د هغو چي زه يې پلوی کوم د تېروتنو، ناسمو او تاواني کارونو منتقد خامخا يم. انتقاد په اسلام کي يو زرين اصل دی او هيڅوک هم غير مسؤول او واجب الاحترام… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

تاسو څو ځلې داسی تبصری کړی ، چې له زمکنی حقایقو خلاف دې. طالبانو هغوی ته اجازه نه ده ورکړی چې دوی دی بمبار کوی او طالبان به څه نه ورته وائې. دا خو د ګوډاګې اداری کار ده ، چې غواړی دا پروسه زیانمنه کړې او که نه امریکایانو مخکی له دی، په ټول افغانستان ئې بمونه غورځول او چاپې ئې وهلی او اوس د امریکایانو دا عمل تقریبأ صفر ته ښکته شوی. که چیری رښتیا ستاسو زړه په اولس دردیږې ! نو ولې مخکی له مذاکراتو غږ مو نه اوچتاوو او یا منحیث د يو عالم ، د… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم وروره که دي له هجرت او جهاد څخه مقصد داوي چي ولي پاکستان ته نه يې کډه سوی يا بل هيواد ته نه يې تللی زه وايم چي د پاکستان تر دال چپاتيو خوړلو يا په کفري هيوادونو کي تر اوسېدلو ماته مرګ ډېر ښه دی. او جهاد يوازي په وسله نه دی، بلکي نوري ډېري طريقې هم لري. او ما د اشغال تر سيوري لاندي شل کاله نه دي تېر کړي، بلکي په خپل خواږه هيواد کي مي د خپلو زورېدلو هيوادوالو سره له ډېرو شيانو څخه په محروميت کي د ډول ډول ګواښونو سره په مخامخ کېدو… نور لوستل »

غوربندي

د اسلامی امارات له لوری د امریکایانو رسنیز ګواښل او یادونه ډېره ضروري دي،،، دا یادونې او ګواښ په اصل کې تړون ته د اسلامي امارت په ژمنتیا دلالت کوي. په ورته وخت کې د یرغلګرو له شل کلن بدمرغ اشغال څخه د افغانستان د نجات او خلاصون او ازادۍ او سولې ته د تفاهم له لارې د رسیدو په خاطر د دوی د سرغړونو مزید زغمل او صبر هم ډېر ضروري دی. اما که پښې له څړیو باسي او د افغانانو په ټوکېدلو هیلو لوبه کوي نو بیا داسې غافلګیرانه ترتیب ورته پکار دی چې د تېرو لسو میاشتو حساب… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب، د طالبانو جنګ د امریکا، ناتو او ټول کفر او د منافقینو د نړی یا ټولی نړی سره چه یوه ورځ هم ورسره مقاومت کوی معجزه او د حیرانتیا وړ ده ، راتلونکو نسلو ته به دروغ ښکاری چه یو ګروپ مجاهدین دی د ټولی نړی سره وجنګیږی دی ته رښتونی او ناانډوله نړیوال جنګ وایی. پیغمبران معصومیت لری طالبان پیغمبران نه دی چه سهوی به یی نه وی او لا به یی راتلونکی کی ونه کړی مګر په نسبی ډول تر صدر اسلام وروسته داسی مجاهد مشران او کشران کم لیدل شوی او یا هیڅ نه دی… نور لوستل »

مجاهد

درنو ورونو د کفر معنی ( حق پټونه ) ده حق ولی پټوی ، چه څه ناوړه ګټی یا استثماری ګټی تر لاسه کړی ، دا ځکه چه دوی رښتیا وږی تږی دی ، نه ، دوی تر ټولو ډیر مادی امکانات ، مال او دولت لری نو څه ؟ دا ځکه چه دوی حرص لری څومره چه یی مال دولت او مالی امکانات زیاتیږی هغومره لا پسی حریص جوړیږی. نو ځکه نورو مظلومو او غریبو هیوادو ته چه د مقاومت احساس پکی کم یا نه وی او لا خپلو کی سره ویشل شوی او شل نوری ستونزی ولری، لکه… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x