افغانستانسولې اړوند خبرونه

دانش: هدفي وژنې ښایي د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده سبا په دوحه کې د بین الافغاني  مذاکراتو ټيمونه د سولې خبرو ته کښېني؛ د کابل حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وایي، وروستي هدفي بریدونه ښایي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې خنډونه را ولاړ کړي.

دانش د  اروپايي اتحاديې د دفتر له سرپرست او معاون «ارنات پاولز» سره د لیدنې په مهال ویلي، چې تمه ده طالبان د مذکراتو په دوهم پړاو کې د اوربند او د جګړې د شدت د کموالي په اړه موافقه وکړي او په خبره یې که چېرې دا کار ونشي؛ د دوحې د سولې خبرې به له ګواښونو سره مخ شي.

نوموړې وړاندې زیاته کړې، چې وروستیو هدفي وژنو د افغانستان ولس د سولې په پروسه بې باوره کړی او دده له قوله، هغوی يې دې پایلې ته رسولي چې طالبان لا هم د جګړې په ستراتيژي باور لري.

طالبانو که څه هم د هدفي وژنو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو د دانش په خبره، که چېرې هغوی له دې ډول وژنو لاس وانخلي؛ د سولې خبرې به له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

دانش پورتنۍ څرګندونې داسې مهال کړې، چې تمه ده سبا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټيمونه د خبرو مېز ته راټول شي او د اجنډا د اړینو موضوعاتو په اړه بحثونه پیل کړي.

داسې مهال چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي؛ په پلازمېنه کابل کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب دی او د رسنیو مطرح غړي او مدني فعالان د کابل په زړه کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري له منځه وړل کېږي.

طالبان که څه هم ددې ډول وژنو مسئولیت په غاړه نه اخلي او خپله ښکېلتیا پکې ردوي؛ خو حکومت لا هم هغوی ددې ډول پېښو عاملین ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx