افغانستانسولې اړوند خبرونه

د بایډن د ملي امنیت شورا نوماند سلاکار: د طالبانو او امریکا تر منځ شوی تړون باید پلې شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا د تازه ټاکل شوي ولسمشر «جوبایډن» د ملي امنیت شورا لپاره نومول شوی سلاکار د طالبانو او امریکا تر منځ شوی تړون د دواړو لورو مسئولیت بولي او ټینګار کوي، چې یاد تړون باید په عمل کې پلې شي.

جېک سولېوان د امریکا له تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوی تړون پر دواړو لورو مسئولیتونه وضع کوي او باید یاد تړون نه یوازې په الفاظو کې؛ بلکې په عمل کې هم پلې شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «د طالبانو مسئولیت دادی چې له القاعده سره په قاطع ډول اړیکې غوڅې کړي، د جګړې د شدت درجه راټيته کړي او په ښه ډول له حکومت سره په مذاکراتو کې برخه واخلي. د طالبانو او افغان حکومت تر منځ معامله روانه ده چې تمه کېږي، غوره پایلې به ولري او افغانستان ته به سیاسي ثبات راوړي؛ تر څو موږ وکولای شو خپل هدف ته ورسېږو او افغانستان کې شخړه پای ته ورسېږي.»

د بایډن سلاکار ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د بایډن اداره به د افغانسان په اړه همدا پالیسي تعقیب کړي؛ خو په عین حال کې به ځان ډاډه کړي چې افغانستان به بیا ځلې د «ترهګرو» په ځاله نه بدلېږي.

دا لومړی ځل دی چې د بایډن له لوري د راتلونکې ادارې یوې مهمې برخې ته نومول شوی چارواکی د طالبانو او امریکا له تړون ملاتړ اعلانوي.

تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې ښایي بایډن د افغانستان په اړه د امریکا پر پالیسۍ له سره غور وکړي.

د کابل حکومت چارواکو هم له بایډن غوښتي و، چې د افغانستان په تړاو د امریکا د پخوانۍ ادارې پر پالیسي بیا ځلې غور وکړي.

ورته مهال طالبان بیا په دې اند دي، چې دوی تړون د امریکا له نظام سره لاسلیک کړی او که هره ډله حکومت ته راځي، له دوی سره شوي تړون ته به ژمنه پاتې شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

جار دی سم!! انشالله چئ سبحان رب وغوارئ هغه به کیژئ، انشالله العزیز

الحاج استاذ بیانزی

پر پالیسي بیا ځلې غور وکړي. دا د نوو ادبیاتو د ژړا، ګیلو او ننواتو بل نوی رنګ او نوی ادبیا ت دی یعنی دا د غلامی اداری له خپلو بادارانو اخری هلی ځلی، ژړا او ننواتی دی چه وایی ( پر پالیسۍ بیا غور وکړی ) یعنی مونږ د مظلوم ولس ترحم او محاکمو ته یواځی مه پریږدی ، مونږ تاسی د پاره خپل ولس وژلی اوس به ټول د نجیب ګاو د برخه لیک سره مخ کیږو د نه تګ خو به درته نه وایو تاسی هم زمونږ د مجاهد ولس سره په جنګ کی باتی راغلی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx