افغانستان

لوګر: امریکایي ځواکونو ستره نظامي اډه تخلیه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې امریکایي ځواکونو په لوګر ولایت کې خپله یوازينۍ نظامي اډه خالي کړې او ترې وتلي دي.

د لوګر ولایت امنیتي چارواکو طلوع نیوز ته ویلي، چې د «فاب شنګ» په نوم د امریکایي ځواکونو ستره نظامي اډه چې اته کیلومتره اوږدوالی او درې کېلومتره سور یې درلود؛ تېره اوونۍ امریکایي ځواکونو تخلیه او خپلو دولتي همسنګرو ته یې سپارلې.

د چارواکو له قوله، د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق د لاسلیک په مهال په دې اډه کې شپږ سوه ځانګړي امریکایي ځواکونه مېشت وو؛ چې د توافق له لاسلیک وروسته یې شمېر درې سوه ته راټيټ شو او بالاخره تېره اوونۍ ټول امریکایي عسکر له دې قرارګاه ووتل او یاد مرکز یې دولتي ځواکونو ته وسپاره.

دغه امریکایي نظامي اډه چې پر ۲۴ کیلومتره پراخه ځمکه باندې جوړه وه، د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ شپاړلس زره امریکایي عسکر پکې دېره وو.

د لوګر ولایت د لمر کنډک قوماندان «خان اغا دلاور» که څه هم ادعا لري، چې امریکایي ځواکونو په پوځي او جنګي برخه کې همکاري نه ورسره کوله او فعالیت یې د عسکرو تر روزلو محدود وو؛ خو د څلورمې لوا قوماندان «سید یاسین سداد» بیا مني، چې امریکایي ځواکونو د همدې نظامي اډې له لارې له بګرام څخه د دولتي ځواکونو هوایي ملاتړ تنظیماوه او په خبره یې، تر دې وروسته به دا کار له باګرام او کابل څخه مستقیم ترسره کېږي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرونه داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي.

د یاد توافق له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه (د راتلونکې می میاشتې تر نیمایي پورې) له افغانستانه ووځي.

امریکا وایي، د روانې میلادي میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو د مخه د دی خبری سره چه امریکایانو لوګر کی خپله نظامی لویه هډه تخلیه کړی موافق نه یم داسی باید وویل شی چه امریکایانو نه بلکه د مجاهدینو جهادی مټو هغه تخلیه کړی د مجاهدینو سره د دوحی د تړون له مخی په تخلیه کولو مجبوره شوی دی. دا چه د غلامی اداری ټپوسان غلامان یی بیا نوری پراټی پخوی او خپلی هیلی ( چه ډز دمخه ونه تشتی ) ژوندی وساتی یوڅه به خامخا وایی چه خلک پوه شی غلامه اداره لاشته اخری سلګۍ وهی مګر مړه نه ده .

طوطی

بیانزیه: په خیر. له اسلام آباد او کراچی څخه ستا مشران مخ په قطر روان دی لدی مفکوری سره چی دا تخلیه شوې اډه څنګه ویجاړه کړی او وسایل یی څنګه چور او تالا کړی. د دوحی تړون ته مو په شروع کی ښه اټنونو کول خو اوس خپله هم پوهیږی چی دا دا تړون خو د افغانانو د وژلو لپاره وه. په والله چی ډیر د شرم تړون مو له کافرو سره امضاء کړی. ټوله دنیا پر تاسو لعنت وایی چی کافرو سره مو سوله وکړه او خپلو خلکو سره مو جګړه جاری وساتله هغه کافر چی اوس هم… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

طوطېه! که چیری د اسلامې امارت مشران له اسلام آباد او کراچې ور روان شوې ، نو معنی دا چې دوی د پاکستان خلک دې او بیا که دوی د پاکستان دې ، ولی ستاسو ګوډ او مات مرکچیان ، د طالبانو مرکچیانو ته مخامخ نه وائې چې تاسې خو د پاکستان غلامان یاست ؟ څنګه چې طالبان مخامخ هغوی ته وائې ، چې تاسو ئې آمریکایان راوستې او د اشغال په مټ د کابل اداره چلوی او مونږ دا اداره په رسمیت نه پیژنو . او یا به داسی وې چې ستاسو مرکچیان کله د طالبانو مخ ته ورشې… نور لوستل »

مجاهد

طوطی سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ تاسی ته یی به دی زور درکړی چه د ډالرو بهیر دریږی ، زه به هم سناسی د پاره خوابدی شم مګر د مجاهد ولس د خپلواکی تر لاسه کولو د پاره جامو کی نه ځاییږم ، لږ ادبیا خو شه کاروه د طالبانو ترحم په انتظار یاست وایی نن دی که صبا دا مال د زرغون شاه ، پرون مو د روسانو به روبل شخوند وهلو امریکایانو ته به مو امپریالیزم امپریالیزم شعارونه بادول او نن د هماغه امپریالیزم په اخور کی په ډالرو شخوند وهۍ تر دی چه اوس یی په… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x