روغتیا

که د زړه روغتیا مو معلوموئ، له ځانه دغه پوښتنې وکړئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): یو شمېر خلک د زړه روغتیا په پاملرنه کې خورا زیات غفلت کوي، او ددوی دغه کار په کلني ډول د هغو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتوي چې د زړه ناروغۍ لري.

د امریکا د زړه ټولنې په وینا، په نړۍ کې دریمه برخه خلک د زړه ناروغۍ له کبله خپله ژوند له لاسه ورکوي.

د «هیلت لاین» ویبپاڼې په وینا، یو عادي انسان کولی شي د زړه روغتیا معلومولو لپاره له خپل ځان څخه څو اسانه او ساده پوښتنې وکړي.

د زړه روغتیا په اړه په دغه مهمو پوښتنو کې هغه څه شامل دي چې ستاسې ورځني ژوند او خوراکي رژیم سره تړاو لري.

ډاکټر د زړه له ناروغانو څخه دا پوښتنې مطرح کوي:

ایا تاسو ډيره کچه میوې او سبزیجات خورئ؟

ډیر غوړ لرونکي خواړه خورئ؟

ډیره مالګه خورئ؟

هره ورځ تمرین کوئ؟

ایا د فشار او خپګان سره مخ یئ؟

ایا سګریټ ډير څکوئ؟

ایا په منظم ډول الکول څښئ؟

ایا د زړه ناروغۍ کورنی تاریخ لرئ؟

په یادو پوښتنو کې یې ځینې د زړه لپاره تر ټولو خطرناکې ثابتېدلی شي، په دې کې زیات سګریټ څکول، ډیر فشار او خپګان کول او د تمرین نشتوالی هغه عوامل دي چې د زړه ناروغۍ د خطر زیاتېدو کې مرسته کوي.

هر یو کس د خپلې زړه روغتیا معلومولو لپاره باید له ځان څخه پورتنۍ پوښتنې وکړي، که ځواب یې هو وي باید له هغې لاس واخلي او د نورو پاملرونو سربېره منظم تمرین پېل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx