افغانستان

افغان سولې کې د «محسوس» پرمختګ په موخه خلیلزاد د سیمې هېوادونو تازه سفر پیل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی زلمی خلیلزاد په بین الافغاني مذاکراتو کې د محسوس پرمختګ په هدف د سیمې هېوادونو په سفر راوتلی دی.

په داسې حال کې سبا د سه شنبې په ورځ د قطر پلازمینې دوحې کې د طالبانو او کابل حکومت مذاکراتي ټیمونه د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرو پیل لپاره پر چمتووالي بوخت دي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی خلیلزاد هم د قطر په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د خپل سفر پیلولو څخه خبر ورکړی دی.

خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې د خپل سفر موخه د بین الافغاني مذاکراتو راتلونکي پړاو کې د «محسوس» پرمختګ هیله یاده کړې او له دواړو خواوو یې غوښتي چې باید د افغانانو د ګټو لپاره د چټک سیاسي جوړجاړي او بیړني اورکم یا اوربند لپاره کار وکړي.

نوموړي په هېواد کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو لوړه کچه د نه منلو بللې او هغه کسان چې د تاوتریخوالي او جګړې غځولو ترڅنګ د سولې بهیر د ناکامولو هڅې کي د افغانانو رېښتوني استازي نه دي بللي.

ټاکل شوې ده چې زلمی خلیلزاد ددې سفر په ترڅ کې قطر، پاکستان، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

زلمی خلیلزاد په داسې مهال د افغان سولې د راتلونکو پړاو خبرو کې د «محسوس» پرمختګ په هیله د سیمې د هېوادونو سفر پیلوي، چې ټاکل شوې ده سبا د سه شنبې په ورځ (۱۶ مرغومی) د قطر پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرې پیل شي چې د افغانانو ترڅنګ نړیوال هم ددې پړاو مذاکراتو کې نویو پرمختګونو ته لارې څاري.

د چارو د شنونکو په باور د سولې پروسه کې د کابل حکومت د مشر اشرف غني د واکونو کمېدو سره یادې پروسې کې د پرمختګ هیلې زیاتې شوي او کیدای شي د سولې خبرو په دغه پړاو کې د زرګونو طالب بندیانو پر خوشې کولو او اورکم هوکړه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مونږ نه پوهیږو چه خلیلزاد زمونږ د هیواد د پاره ( چه نوم یی هم اسلامی او زیږیدو ځای یی هم افغانستان دی) زمونږ د پاره شروع خو یی د تباهی سبب مګر نه پوهیږم چه له هماغه بد شخص به هم ښه څوک جوړ شی چه د نیمی پیدړی روان او خونړی ناورین ته د پای ټکی کیږدی شر او خیر دواړه د الله ج له لوری، ( شر او خیر کی یی اراده او خیر کی یی رضا هم شامله ده ) د حالاتو دمطالعی له مخی : دا هم ویلی شو، چه د الله په نصرت او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx