افغانستان

طالبانو په فراه کې یو روغتیايي مرکز له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ټولګټو پروژو د پلي کولو په لړ کې طالبانو د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه روغتیايي مرکز(کلینیک) چې د بالابلوک ولسوالۍ په «شیوان» کلي د (CHC) مؤسسې او طالبانو د روغتیا کمیسیون په همکارۍ جوړ شوی، ۱۸ خونې او ۲۱ تنه روغتیاي پرسونل لري.

په هغه غونډه کې چې د یاد کلنیک د پرانیستلو په موخه جوړه شوې، د طالبانو د روغتیا کمیسیون ځايي مسئولینو ترڅنګ د شیوان کلي ګڼ شمېر مخورو، علماء کرامو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

ددې کلنیک په جوړېدو سره د شیوان کلي او شاوخوا سیمو د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شوې، چې تردې مخکې به یې خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز او نورو سیمو روغتونو ته انتقالول.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د نظامي فعالیتونو ترڅنګ په روغتیايي او ټولنیزو برخو کې هم د خپل تر کنترول لاندې سیمو کې خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه ګڼې عام المنفعه پروژې سرته رسولي او ژمنه یې کړې چې دغه لړۍ به روانه ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هغه د پارسی وانانو خبره آفرین کمی شونګی ته معلوم کو. ګرچه دا یو وړوکی کار خو تاثیر یی زیاد ده. د ښو او د سولی طلبه طالبانو دی هم کور آباد وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx