نړۍ

د سعودي او قطر ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې پرانیستل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کویټ د بهرنیو چارو وزیر شیخ احمد ناصر المحمد الصباح نن په یوه تلویزوني وینا کې اعلان وکړ چې پر قطر تپل شوې محاصره نوره ماته شوه او په ځانګړي ډول د سعودي سره یې ځمکني، سمندري او هوايي سرحدونه پرانیستل شول.

د نوموړي په وینا دغه اعلان وروسته تر هغه کوي چې د کویټ امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره تلیفوني خبرې وکړې.

د نوموړي په وینا په دغه تلیفوني تماسونو کې د صف پر یووالي، اتحاد او اتفاق باندي ټینګار وشو او د ټولو اړخونو تر منځ له ټولو مشکلاتو لیري د ورورلۍ پر اړیکو ټینګار وشو.

او زیاته یې کړه: د کویټ د امیر د وړاندیز سره سم د سعودي او قطر تر منځ د نن ماښام څخه ټول حدود (ځمکني، هوايي او سمندري) پرانیستل شول.

ټاکل شوې چې سبا د سې شنبې په ورځ (۵ جنوري) په سعودي کې د خلیجي هیوادونو سرمشریزه ناسته وشي او په هغه کې یو ځل بیا د غړو هیوادونو تر منځ د ورورلۍ پر اساس د اړیکو ټینګولو غوښتنه وشي.

د قطر امیر له دفتره رسنیو ته ویل شوي چې نوموړی به شخصا په دغه سرمشریزې غونډې کې ګډون کوي.

بلخوا د الجزیرې تلویزون ته ځینو سرچینو ویلي چې د سعودي او قطر تر منځ نن د دوشنبې له سهار وختي راهیسي د سرحدونو د پرانیستلو کار پیل شوی وو.

د رویټرز خبري اژانس د ډونلډ ټرمپ د ادارې د یوه جګپوړي چارواکې په حواله ویلي چې سبا د سې شنبې په ورځ به د خلیجي شخړې د پایته رسیدو رسمي اعلان او امضا وشي.

د نوموړي په وینا د توافق پر اساس به سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر هیواد څخه نوره محاصره پورته کوي کومه چې يې د کال ۲۰۱۷ په جون میاشت کې پیل کړې وه.

باید وویل شي چې تر اوسه امارات، بحرین او مصر له لوري په دې اړه څه نه دي ویل شوي خو ټاکل شوې چې سبا په خلیجي غونډه کې په دې اړه نوي معلومات هم وشي.

د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان په حواله رسمي اژانس ویلي چې د سبا ورځې سرمشریزه غونډه به د صف د یووالي، د خیر او پرمختګ غونډه وي.

د یادونې وړ ده چې سعودي، امارات، بحرین او مصر هیوادونو د قطر پر خلاف د کال ۲۰۱۷ جون میاشتې پر ۱۷مه نیټه د دیپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان وکړ او ورسره یې دغه هیواد سره هر رنګه تجارتي، سفري او ټولنیزې اړیکې وشلولې او قطر یې د سمندر، هوا او ځمکې له لاري محاصره کړ، او ددغه حالت د ختمولو لپاره یې ۱۳ مادې وړاندي کړي وې چې د قطر لخوا په بشپړه توګه رد شوي وې او پر اساس یې په سیمه کې یو لوی اختلاف او رسنیزه جګړه پيل شوې وه چې له امله یې د سیمې ولسونه هم سخت وځپل شول، د کورنیو تر منځ اړیکې پرې شوې او ډیر تجارتونه متاثر شول.

قطر په خپل محیط کې نسبتا کوچنی خو په اقتصادي او سیاسي لحاظ یو قوي هیواد دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دوی ### خپله سره ژوند کوی مونږه ته یی داسی یو مذهب د اسلام په جامه کی راولیږی چی ټول عمر به په جهالت کی ژوند کوو او یو بل به وژنو.

غوربندی

هلكه طوطي

تا خو دا دي بالاخره كفر ته هم بډې ووهلې.

رب دې هدایت درته وکړي.

Abdul-Rauf Alam

طوطیه! ته خو کټ مټ له دينه وتلی سړی ئې. ستا ئې په افغانستان څه. رنګ دې ورک کړه. د نن ټکې آسیا نه هیله لرم ، چې له دې پاڼې دی وشړې . یعنی ‌‌‌‌‌‌‌‌‌( آق) دې کړې.

مجاهد

کفر کوم کنځل او یا بل لوی تعریف نه لری [ کفر حق پټونی ته وایی ] که څوک په پټه او یا ښکاره حق پټونکی ( کافر ) وی یعنی څوک ورته حق پټونکی ووایی نه خوابدی کیږی مګر خپله د کافر لغت که رشتونی کافر ته هم وایی خوابدی کیږی وایی ما باندی د کفر ټاپه مه لګوه نجیب ، ترکی امین ، او نن کرزی او حامد ورته خبری کوی. کمونستی دوره کی خو ورته وخت پاټی نه شو مجاهدینو وارخطا کړی وو او بیا یی له حکومته راښکته کړل بلاخره د کمونستی په ځای ورته کمونستی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دی کار له یوی مخی خوشاله کړم چه مسلمانان په روغه جوړه کی ژوند تیروی مګر د قطر او سعودی د اړیکو ټینګیدل په دی مقطع زمانی کی چه قطر کی د افغانستان او امریکا د روغی جوړی خبری روانی دی سعودی غوشتل چه د اماراتو، کویت ، بحرین او داسی نورو په ګدون له جغرافیه یی نوم لیری کړی برخلاف اوس ورسره هر دول سمندری او هویایی لیاری ګودری شریکوی زیات فکر کوم چه به قطر به په اسلامی امارت فشار واردوی چه د کابل د غلامی اداری سره ګډ حکومت او لا موقتی اداره جوړه کړی نو به… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x