روغتیا

د پښتورګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره له دغه (۱۰) خواړو ډډه وکړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): ښتورګي بدن کې د فلټر په توګه کار کوي چې وینه له زهرجنو او ضايعاتو څخه تصفيه کوي او مثانې ته يې استوي تر څو د تشو بولو له لارې خارجې شي. پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري، چې د ملا تیر کیڼ او ښی اړخ ته پراته دي.

هغه څيزونه چې پښتورګي يا ګرده له منځه وړي، د ډير وخت لپاره د تشو بولو ساتل، ګازي څښاک، کمې اوبه څښل، پر یوه ځای زیاته ناسته، زیاته کچه پوټاشیم، سوډیم، فاسفورس او د فایبر استعمال دي.

د صحي خواړو ژورنال د هغو خوړو لیست چمتو کړی چې د پښتورګو ناروغ یې باید له خوړو ډډه وکړي.

ګازي څښاک

ګازي څښاک زیاته کچه فاسفورس لري، دا هغه څه دي چې د پښتورګو ناروغان یې باید له خوړو مخنیوی وکړي، په ګازي څښاکو کې فاسفورس ځکه اضافه کیږي چې ددې خوند ښه کړي، د پاتې کېدو موده یې وغځیږي او د رنګ بدلولو مخه ونیسي، په پای کې دا پښتورګو ته زیان رسوي.

ایوکوډو

دا میوه د پوټاشیم بډایه سرچینه ده، په یوه پياله کې ۷۲۷ ملي ګرامه پوټاشیم شتون لري، د همدې لامله روغتیا پوهان د پښتورګو ناروغانو ته د یادې میوې نه خوړلو توصیه کوي.

دبلي بند خواړه

زیاتره دبلي بند خواړه پراخه کچه سوډیم لري، ځکه چې د زیات وخت ساتلو لپاره په دې کې یو ټن مالګه اضافه کیږي، په دې تړاو د پښتورګو ناروغ لپاره غوره ده هغه خواړه وخوري چې زیاته مالګه ونلري.

د غنمو ډوډۍ

د پښتورګو ستونزو لرونکو لپاره مهمه ده هغه ډوډۍ چې دوی یې خوري وڅاري، هغه ډوډۍ چې بشپړ له غنمو پخه وي ممکن زیاته کچه فایبر ولري، په هر حالت دا د فاسفورس او پوټاشیم پراخه کچه هم لري.

پوټکی لرونکې وریجې

هغه وریجې چې پوټکی لري، په یوه پياله کې ۱۵۰ ملي ګرامه فاسفورس او ۱۵۴ ملي ګرامه پوټاشیم لري، که غواړئ په مسلسل ډول دغه وریجې وخورئ او پښتورګو ته مو زیان هم ونه رسوي د نورو خوړو سره یې توازن سم کړئ.

کېله

په کیله کې د پوټاشیم کچه بیخي لوړه ده،  له همدې امله هغه خلک چې د پښتورګو رژیم تعقیبوي نشي کولی کېله د هره ورځ خوړو په ډول وخوري.

لبنیات

که څه هم د لبنیاتو محصولات په معدنیاتو او ویټامینونو کې بډای دي، خو دا فاسفورس او پوټاشیم هم زیاته کچه لري، او ددې ډیر استعمال کولی شي د پښتورګو سربېره هډوکو ته هم زیان ورسوي.

مالټه

ټولو ته څرګنده ده چې مالټه په پوټاشیم پيژندل کیږي، یوه مالټه ۳۳۳ ملي ګرامه پوټاشیم لري، په داسې حال کې چې یوه پياله د مالټې جوس ۴۷۳ ملي ګرامه پوټاشیم لري.

پروسس شوې غوښه

پروسس شوې غوښه معمولا مالګه، وچه او دبلۍ داره وي، او ډیر وختونه د اوږدمهاله ناروغیو سره تړاو لري، ځکه چې په دې  کې د خوند ښه کولو لپاره د مالګې لویه اندازه استعمالیږي.

ټماټر

ټماټر د پوټاشیم لرلو یو بل بډایه خواړه دي، د ټماټر ساسیج استعمال تر ټولو غوره بدیل د سور مرچو ساسیج استعمال دی، کوم چې لږه کچه پوټاشیم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x