ورزش

محمد صلاح مصر کې کرونا ناروغانو ته د طبي آکسیجن ماشینونو مرسته کړې

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د مصر د فوټبال ملي لوبډلې مشهور ستوري محمد صلاح د شمالي مصر یوه روغتون سره د طبي آکسیجن ماشینونو مرسته کړې ده تر څو د کوویډ-۱۹ ناروغانو په درملنه کې مرسته وکړي.

د محمد صلاح لخوا تاسیس شوې د ناګریک خیریه ټولنې رئیس حسن بکر د یوه مصري تلویزون سره د خبرو پرمهال وویل، «مصري ستوري د کرونا له ناروغۍ څخه د خلاصون په تړاو د مصر په شمال لویدیځ ناګریګ کلي کې له یوه روغتون سره د طبي آکسیجن ماشینونو (چې شمېر یې نه دی په ډاګه کړی) مرسته کړې ده».

د لیورپول کلب لوبډلې مخکښ ستوري محمد صلاح له لوري دا مرسته په داسې حال کې راځي چې څو ورځې وړاندې د مصر د شمال په حسیني روغتون کې د آکسیجن نشتوالي له کبله ۶ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په یاد روغتون کې ددغه صحنې ویدیو کلیپ پر ټولنیزو رسنیو خپور او په پراخه کچه ولیدل شو، چې ډير خلک یې غوصه او پر حکومت یې سخت انتقادونه وکړل.

د یکشنبې په ورځ د مصر څارنوالانو په یوه بیان کې وویل چې د پېښې بشپړې څیړنې کوي، تر څو دولتي روغتون د آکسیجن له کمي سره مخ کېدل، د اقداماتو د تطبیق څرنګوالی، د ناروغانو د مړینو شمېر او لاملونه په ډاګه کړي.

په تېره نږدې کې مصر کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، په ټولیز ډول دغه هېواد کې ۱۴۲ زره تنه په کرونا اخته شوي او له کبله یې له ۷ زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

دا جاهل دې عیسویانو ته مرسته وکړی ، مسلمانان، د دې سړې مرستی ته اړتیا نه لرې. دا مرسته به ئې هغه وخت اعلان کړی وې، چې مسلمانان د ده په عکسو غڅه شوې . د خپل په انستګرام کښې ئې ، د خپل ، ښځې او ماشومانو چې د کریسمس مخصوص سرې جامعه په ځان او د کریسمس غټې ونې ته په ډیر خوشحالې حالت کښې ولاړ دې.الله تعالی دې هدایت کړې.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x