ځانګړي راپورونه

خليجي بحران؛ له قطر سره د سعودي په مشرۍ د اماراتو، بحرين او مصر د درې کلن بحران لوړې ژورې او وروستي پرمختګونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د قطر او سعودي عربستان ترمنځ له درې‌ نيم کلن جنجال او پرېکون وروسته تېره شپه د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې پرانيستل شوې او ټاکل شوې، چې نن سه شنبه په سعودي عربستان کې د خليجي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه هم وشي.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس ويلي، چې د خليجي همکاريو سازمان يو څلوېښتمه غونډه به نن په ال العُلاء تاريخي ځای کې جوړه شي.

د سعودي د «مجلس الشوری» رئيس عبدالله بن محمد الشيخ ويلي، د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز لپاره د خليجي هېوادونو يووالی او خپلمنځي همکاري تر ټولو ستر لومړیتوب دی.

د سعودي د «مجلس الشوری» رئيس عبدالله بن محمد الشيخ

د خليجي همکاريو سازمان کې سعودي، کویت، قطر، متحده عربي امارات، بحرين او عمان شامل دي.

د سعودي رسمي سرچينې وايي، په دغه ناسته کې قطر ته هم بلنه ورکړل شوې او د قطر امیر شيخ تميم بن حمد آل ثاني به د خپل هېواد په استازولۍ په کې ګډون وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۷ کال په جولای کې سعودي، متحده عربي اماراتو، مصر او بحرين قطر د ترهګرۍ او ايران په ملاتړ تورن کړ او له قطر سره يې ډيپلوماټيکې او سوداګریزې اړيکې پرې کړې.

د سعودي په مشرۍ دغو څلور واړو هېوادونو ويل، چې له قطر سره د روغې جوړې لپاره لومړی شرط دا دی، چې د فلسطين حماس جهادي  غورځنګ له ملاتړ او له ایران سره له ملګرتيا به لاس اخلي.

د سعودي د مجلس الشوری مشر ويلي: له تېرو څو لسيزو مخکې د خليجي همکاريو سازمان د خپلمنځي همکاريو لپاره ښه بريالۍ تجربه ده او سعودي د دې سازمان د فعال ساتلو لپاره رښتينې هڅې کوي.

عبدالله بن محمد ال الشیخ ويلي، چې د سيمې او نړۍ د حالاتو له مخې د خليجي همکاريو سازمان يووالی او فعاليت ډېر اړین دی.

نوموړی خبرداری ورکړی، چې يو شمېر بهرنۍ کړۍ د خليجي هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د خليجي هېوادونو د تاريخې اړيکو د خرابولو هڅې کوي.

الشرق الأوسط عربي ورځپاڼې د خليجي همکاريو سازمان د سرمنشي دوکتور فلاح مبارک الحجرف له قوله ليکلي، چې د خليجي همکاريو د سازمان غړو هېوادونو ترمنځ به تر ټولو ستره اجنډا د اقتصادي همکاريو وي.

د سعودي «العربيه» تلويزون هم دغې ناستې ته خوشبينې ښوولې او هيله يې ښکاره کړې، چې د خليجي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو استازي به په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د سعودي «عکاظ» ورځپاڼې ليکلي، چې په دغه ناسته کې به د خپلمنځي اقتصادي اړيکو د رغولو سربېره د ایران اټومي پروګرام په اړه د امريکا د راتلونکي دريځ په اړه هم خبرې وشي.

د سعودي «الرياض» ورځپاڼې خليجي هېوادونو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه په يوه مقاله کې ليکلي، د تېلو بيې، د سيمه‌ييزې جغرافيې ناانډولي، په سيمه کې ګډوډي او همدارنګه د ترکيې او ایران پراختيايي فکر او په ځوانانو کې د بې کارۍ ستونزه د خليجي همکاريو سازمان پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښونه دي، چې بايد په ګډه يې د مخنيوي لپاره هلې ځلې وشي.

له قطر سره اړيکې

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر په ۲۰۱۷ کال کې له قطر سره ډيپلوماټيکې، سوداګريزې او فضايي اړيکې پرې کړې او له هغه وخته کويت او امريکا د دې بحران د حل کولو وړلو لپاره هلې ځلې کولې.

څلور واړو هېوادونو پر قطر د ترهګرۍ د ملاتړ تور پورې کاو، قطري چارواکو دغه تورونه رد کړي او ويل يې، چې د دې تورونو موخه د قطر خپلواکي او سالميت ګواښل دي.

دغو څلور واړو هېوادونو له قطر سره د روغې جوړې لپاره ديارلس شرطونه ايښي و، چې تر ټولو مهم په کې د الجزيرې تلويزون تړل، له ایران سره د اړيکو کمزوري کول، ترکي پوځيان له قطر څخه ويستل او له اخوان المسملين سره اړيکې پرې کول و.

قطر په تکراري توګه ويلي و، چې له هر ډول قيد او شرط پرته خبرو ته تيار دي، چې بالاخره د کويت او امريکا په منځګړيتوب له قطر سره روان بحران پای ته ورسېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx