نړۍ

سلمان العوده: دمبارک له پایلي څخه باید خپل چاري حکمرانان عبرت واخلي

solman_audah_saudi_scholars( نن ټکی اسیا اګست: ۲۰۱۱/۰۶) ریاض: دسعودي عرب یو وتلي مبلغ اوسترعالم دخپل تلویزیوني چینل له لاری پرعربي نړي ږغ کړی دی، چی دحسنی مبارک محکمه کیدل اصل کي د ټول عربي نظام محکمه کیدل دي، هغه نظام چي داولس په ازادي او ژوند باندي ټوکي وهي.

دجمعي په ورځ دجمعي ترلمانځه مخکي دوینا پر مهال ښاغلي زیاته کړه، له مبارک سره چي کوم څه روان دي،هغه دټولو خپل چارو حاکمانو کوم چي دخپل اولس اوهیوادنو په راتلونکي باندي ټوکي وهی عبرت دي.

نوموړي زیاته کړه صدام حسین مو ولید چي محکمه او اعدام شو خومونږ به ویل چی دادیرغلګرو له لوري اعدام شو، صدام اوهیواد یی دتیري کونکو په ولکه کي وو، اوس  چي  حسني مبارک وینو داخو دهیڅ یرغلګر له لوري نه ده راپرزول شوی بلکه خپل اولس پسی را اخیستی دي، او دمصر  دمظلوم اولس لخوا چی دنوموړی له لوري ځپل شوی وو ومحکمي درول شوی دي.

نوموړي وویل دعربي نړي دروانو حالاتو په حواله سره که درته ووایم، زه خپلو ټولو عباداتوکي هغه که فرضي وي، نفلي وي اوکه تهجد، که د سجدي حالت کی یم اوکه ددعاءقنوت دغه دعاکوم چي یاالله دسوریی، لیبیا اویمن دخلګو له لوري چي دنظامونو په خلاف کوم بغاوت پیل شوی دي، خدایه ناامیده کوي مي مه،

دیوسف الکویلیت په نامه سره یوه خبریال دسعودي عرب دصحیفه ریاض په ورځپا ڼه (حسنی مبارک، زامن اوملګري یی داتهام په قفص کي) ترعنوان لاندی یوه مقاله لیکلي ده، نوموړي زیاته وي حسني مبارک، زامن اوملګري یی داتهام په قفص کي بند دي، الکولیت وایی  دمحکمی پایله که  هرډول راوزي خو لري کړل شوی اولسمشر، کورني اوملګري یی په قفص کي دي، نوموړي زیاته کړه حسني مبارک له یو داسي محکمی سره مخ ده چی دهغي مثالونو دعربو په تاریخ کي دیرتیرشوی دي، عرب داسي یو تاریخ لري چی اکثره بی لاري حکمرانان یی دانقلابونو اویا عسکري مارشل لاؤ له لاری نه بلکه داولس لخوا راپرزول شوی اومحکمه شوی دي.

دمحکمي  د رویی اواسبابو په اړه نوموړي زیاته کړه، دمحکمي پروخت داسي ښکاریده لکه حسنی مبارک چی اوس هم څوخواخوږي اوملګري درلودل، نوموړي پرچبرکټ باندی ارامه پروت وو، څو خواخوږو یی ورسره څنګ ته مونډی وهلی،  لکن خبره داسي نه ده بلکه له کومي وجهی چي حسني مبارک محکمه کیږي دي ته دخلګو زور وایی هرڅه به په اوبو لاهو شی خو داولس په وړاندی څوک زور نه شي کولی، اوبل محکمه امیر اومامور نه پیژني،هغه یواځي مجرم پیژني هغه که امیر وي اوکه مامور وي.

نوموړی زیاته کړه دارنګه مثالونه دنړي په ډیرو پرمختللو هیوادونو لکه امریکا کي هم ترسترګوشوي دي (داوبو دګیټ دقضیی درسوایی )په مسئله کي امریکایی اولس څرنګه وکول شول چی خپل اولسمشر ریچارډ نیکسون راچپه کړي اودنوموړي اکثره کابینه دمحکمی په وړاندی ودروي.

بخت الرحمن بخت ……………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x