افغانستان

دولتي عسکرو له ترکیې راستون شوی یو تنکی ځوان په «شهادت» رسولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یو تنکی ځوان چې تازه له ترکیې څخه راستون شوی ؤ، په ډزو ویشتلی او «شهید» کړی دی.
دغه ځوان محمدعالم نومېده او تازه د ترکیې هېواد له مسافرۍ څخه راستون شوی ؤ، کوژدن یې شوې وه او ټاکل شوې چې په څو اونیو کې یې واده هم ترسره شي؛ خو د د تیرې جمعې (۱۲ مرغومی) په سهار ۶ بجې فاریاب ـ مزارشریف پر لویې لارې د دولت آباد ولسوالۍ بازار ته څېرمه د شاهراه پولیسو یې پر موټر ډزې کړي او «شهید» شوی دی.

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکر د طالبانو د موټربم بریدونو له ویرې مسافر وړونکو او باروړونکو موټرونو ته اجازه نه ورکوي، چې د ماښام له ۶ بجو څخه د سهار تر ۷ بجو پورې د ولسوالۍ پر لاره تګ راتګ وکړي، د کومې له امله چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د محمدعالم خپلوان وايي، چې نوموړی د پلار مشر زوی ؤ او غوښتل یې د رخصتیانو په ورځو کې مزارشریف ته د کار  او مزدورۍ لپاره ولاړ شي؛ خو د دولتي عسکرو ناتاره ډزو نیمه خوا او ځوانیمرګ کړ، چې ورسره یې ټوله کورنۍ او په کلي کې سخت ویر خپور شو.

دا لومړی ځل نه دی چې د لویې لارې پر سر دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم دولتي عسکرو د لویو لارو پر سر په خلکو او موټرچلوونکو ډزې کړي او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې پولیسو د عبدالبصیر په نوم د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې یو تن موټر چلوونکی د لسو افغانیو د نه ورکولو له امله په ډزو «شهید» کړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx