دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړه/ لسمه برخه

دریمه مشخصه د اسلامي فکر

دریمه مشخصه او خصوصیت د اسلامي فکر هغه ولاء او براء ده یعني د الله ﷻ لپاره د یو چا سره دوستي کول او دالله ﷻ لپاره د یو چا سره دښمنې کول که هر څومره قریب او یا بعید وي.

ولاء او براء به د هغوي سره د الله ﷻ لپاره وي یعني د دوستي او دښمنې معیار د الله ﷻ رضا وی د چا په دوستي کي چې د الله ﷻ رضا وي هغه سره به دوستي کوی او د چا په دوښمنۍ کي چې د الله ﷻ رضا وي هغه سره به دښمنې کوی لکه څرنګه چې الله ﷻ فرمايې:

” قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ” [التوبة آیه : 24]

ترجمه: ورته ووایه ای پیغمبر ﷺ که پلارونه ستاسو او اولادونه د ستاسو او ورونه د ستاسو ښخې د ستاسو او خپلو خپلوان ستاسو او هغه مال چې تاسولاسته راوړي او تجارة چي تاسې د تاوان ویره لري او کورونه چې د ستاسو د خوښې دي محبوب او دوست وي تاسو ته د الله ﷻ او د هغه د رسول نه او د جهاد نه په لار د الله ﷻ کې بس انتظار کوي ترڅو چې الله ﷻ د خپل په فیصله راتګ وکړي او الله ﷻ هدایة نه کوي نافرمان قوم ته .

نو د دي آیة نه معلومیږی چې ولاء او براء مهم ترین جزء دی په اسلامي فکر او عقیده کې

هر هغه څوک چې ولاء او براء نه پوهیږي او یا يې نه منې،هغه د اسلامي فکر نه د سره خبر نه دی بیا هغه هرڅه ته اسلام وايي او هر چا ته مسلمان وايي هندو ته هم مسلمان وايي،او هندویزم ته اسلام وايي ،دیموکرات ته هم مسلمان وايي،لیبرال ته هم مسلمان وايي او دیموکراسی د اسلام جزء بولي او هر چاته مسلمان وايي دا ځکه د هغه په ذهن کې د سره ولاء او براء تصور نشته ،ولاء او براء هغه یو ماهیت دی په اسلامي فکر کې چې هیڅ خارجي او پیوندي شی نه منې او نه يي پریږدي لکه دانسان په جسم کې چې الله ﷻ یو داسي دفاعی سستم ایښی دی چې د خارجې مکروبونه نه پریږدي چې بدن ته لاړ شي او مخکې د رسیدو يي خنثی کوي که په چا کې ولاء او براء نه وي نو پوه شه چې په فکري ناروغۍ اخته دی چې دغه ناروغۍ د ایډز نه هم خطرناکه ده او باید معالجه يي وکړي او داسي ونه شي یعني ولاء او براء ته په فکر کې ځاي ور نه کړشي بیا هر څه په فکر ځاي نیسي او هرڅه د خپل ځان سره روانولی شي نو ولاء او براء یعني د الله ﷻ لپاره دوستی او دښمني نه د قوم او نه د خپلولۍ لپاره بلکي یواځي د الله ﷻ لپاره که سړي دیته متوجه شي چې د نبی کریم ﷺ په زمانه کې په لکونو کافران وه په جزیرة العرب او همدارنګه مکه معظه کې الله ﷻ د مکي د کافران د رسول الله ﷺ د زماني هیڅ یو به نوم نه یادوي یوځی د نبی کریم ﷺ تره ابولهب په قرآن کې یادوي او د هغه بدی بیانوي د دي لپاره چې قومیت او قرابت څوک د دوستي معیار ونه ګڼې ،هغه ابولهب چې د نبي کریم ﷺ د ولادت په خوشحالي کې خپل وینځه آزاده کړه هغه الله ﷻ په قرآن کې په نوم یادوي او رد پري کوي سره د دي چې د پیغمبر ﷺ له کورنۍ څخه دی ،د دي لپاره چې په انسانانو کې قرابت د دوستي منهج او معیار وګرځول شي چې مسلمانان دوستي په قرابت او خپلولۍ بناء نه کړي بلکي مسلمانان به د دوستي اصل هغه د الله ﷻ رضا ګرځوي نه خپلولۍ ،او همدارنګه د حضرت نوح (ع) په باره کې او دهغه د ځوی په حق کې همدغه فیصله کړي چې:

” ونادى نوح ربه فقال رب إن ابني من أهلي وإن وعدك الحق وأنت أحكم الحاكمين۝ قال يا نوح إنه ليس من أهلك إنه عمل غير صالح فلا تسألني ما ليس لك به علم إني أعظك أن تكون من الجاهلين ۝” [سورة هود 45-46]

څلورمه مشخصه او د اسلامي فکر خصوصیات

څلورم خصوصیات د اسلامي فکر دا دی چې د اسلام دین د هری زماني لپاره او هرد وخت اودهر عصر لپاره یو صالح دین دی ،د هرعصر لپاره وړتیا لري او د هر وخت،د هر حالت دسمبالولو وړتیا پکې شته پدي معنی چې اسلام خپله اصول، اخلاق، عقائد ،فوځ،نظام ،سیاست او دپلوماتیک روابط لري هرڅه يي مکمل دي او د هري زماني لپاره صالح دین دي او د هرچا لپاره نصیحت دي او د نورو وضعی قوانینو جوړول په اسلام کي سره ځاي نه لري،داسی نه چې د اوسنۍ زماني لپاره صالح نه دي او یو بل څه ورسره یوځاي کوه لکه لیبراله دیموکراسي چې په دي عقیده ده چې اسلام یو زوړ دین دی او د تیري زماني لپاره وه او د معاصر وخت اړتیاوي نشي پوره کولي،او د وخت د غوښتنو سره سازګار نه دي (نعوذ با الله من ذالک) او دا عصر د نوي ټیکنالوژۍ (کمپيوټر او انټرنیټ) عصر دی او ټوله نړۍ په نړیوال کلې بدل شوی دی او جامعي په یو بل کې مدغم شوي دي یعني دا وخت دی چې لږ به اسلام منل کیدیشي او لږ به دیموکراسۍ نه خیرهیڅ کله داسي نده بلکي اسلام کامل او هراړخیزه دین دی،د انسانانو ټولي اړتیاوي او ضروتونه په اسلام کې شته اود ټولو مشکلاتو حل او فصل ته پکې ځاي ورکړل شوي چې قرآن عظیم الشان د حکمت نظري ټول اړخونه د تهذیب اخلاق، تدبیر منزل او سیاست مدنی مکمل اصول او قوانین ډیر ښه په صراحت سره واضح کړي او انسانانو ته يي د ژوند د ټولو چارو اواړخونو د اصلاح او د فلاح د عبادت او معاملاتو د ترقي اود پشرفت قوانین په ډیرو لوړو او اسانو طریقو بیان کړي او انسان ته ضرورت نشته چې د خپل د خوښي قوانین وضعه کړي او د هغو مطابق ژوند سرته ورسوي بلکي انسانان به د خپل ژوند او ترقۍ د قرآن د اصولو په رڼا او هدایة سرته رسوي او ټولو کړو وړو کې به د الله ﷻ اطاعت په نظر کې ساتي او په ټولو ابعادو د ژوند کې به د الله ﷻ د قانونه سرغړونه نه کوي، د الله ﷻ قانون چې قرآن عظیم الشان دی او نبوي احادیث دي انسان ته د انسانیت دتکمیل لاري او د حقوقو د تأمین اصول او مبانی ډير په کامل ډول واضح کړي،نو د دیموکراسۍ ته څه ضرورت دي؟

چې دیموکراسۍ او لبرالیزم هم د تعریف او معني لحاظ او هم د اصولو او اهدافو د لحاظ د اسلام او قرآن کریم سره په کلیاتو او جزئیاتو کي تضاد او تناقض لري هیڅ ضرورت نشته او دا بیله خبره ده چې څوک د طبیعیت په لحاظ منسوح وي او په قلب او غوږونو يي الله ﷻ د کفر او ګمراهۍ مهر لګولې وي او د اسلام د درک او فهم نه اړول شوي دي او اسلام د دیموکراسي د دریچې نه ګوري ، که اسلام د انسانیت د دریچې نه مطالعه نو یقیناً د اسلام دین د انسانیت او اخلاقو او د انوارو او تجلیاتو دین دی او د ژوند کامله قانون دی اړ هغه چا چې د قرآن لاره او هدایة ترک کړي نو بیشکه هغه نه د ژوند قانون ورک شوی لکه شاعر وايي:

آب در کوزه من تشنه لبان می گردم

یار در خانه من گردی جهان می گردم

نو هغه څوک چې د دیموکراسۍ او آزادۍ د اسلام سره تړي هغه ته د خپل فکر منابع او مأخذونه نه دي معلوم،احادیث نه پيژني ،فقه او د فقهي وسعت نه پیژني د اسلام په حقیقت ندی پوه شوي،د اسلام تاریخ ندی ورته معلوم دا یو څو مشخصات مونږ دلته د نمونې په ډول ذکر کړي دي.

داسي نور ډیر مشخصات او ځانګړتیاوي لري چې د هغه د پیژندلو لپاره اول باید د خپل فکر سرچینې وپیژنو دویم د خپل فکر حال وپیژنو او دریم د خپل فکر مشخصات وپیژنو او که داسي ونکړو نو خامخا پردي او بهرني فکرونه د خپل فکر ګڼو او پردیو نظریاتو ته به خپل نظر ووایو، د مثال به ډول که دخپل فکریوه مشخصه چې علوه ده ونه پیژنو نو خامخا به بیا د ډیموکراسۍ ته د خپل فکر وایو او که د خپل عقیدي او فکر مشخصه وپیژنو چې هغه علوه ده نو بیا ډیموکراسۍ نه منو ځکه چې ډیموکراسۍ کي علوه لمنځه ځي ځکه چې ډیموکراسۍ کې مساوات دی که یهود وي ،هندو وي او زردشتي وي ټول سره مساوي او په یوه تله او پله کې دي او اسلام دا نه مني ځکه چې اسلام او مسلمان ته الله برتری ورکړی علوه یې ورکړی او الله ﷻ فرمایي:

” وقاتلوهم حتى لا تكون فتنة ويكون الدين كله لله الآيه” [سورة الأنفال]

او کفار به تر هغي وژني ترڅو چې کفر او د کفر فکر نابود شي او انقیاد او تسلیم ټول د الله ﷻ لپاره شي.

اسلام خو دا وايي نور ادیان به د اسلام لاندي وي او ډیموکراسی وایي چې نه،مساوات دي د ټولو ادیان او انسانانو تر مینځ ،نو چې د خپل د فکر مشخصات سړی پیژندلي وي د دغه بلا او مصیبته څخه به خلاص وي او که نه وي نو لاړي په دریاب کې غرق شوې بیا به خود په دیموکراسۍ عقیده لري او دیموکراسۍ به د بشریت مسیحا بولي نو څرنګه چې د فکري جګړي د مقاومت لپاره د خپل فکر پیژندل ضروري دي همدارنګه د دښمن د فکر پیژندل هم ضروري دي او د دښمن فکر د اسلام په رڼا کې چې د خپل فکر دي پيژندل ضروري دي او د دین د دیدګاه نه ورته وګورو په هغه بینايي ورته وګورو چې د لوح محفوظ نه الله ﷻ مونږ ته رالیږلی ده اوهغه یې مونږ ته سترګي ګرځولي دي او بله داچې فکري جګړي دمقاومت لپاره د دښمن د فکر منابع پیژندل هم ضروري دي د دښمن فکر رجال وپیژنو ځکه چې د دښمن د فکر رجال او اشخاص وپيژندل شي بیا که هغه د هري لاري تا ته راشي بیا هغه ته پيژني چې دا خو ځما د فکر دښمن دی او د هغه په مکر او فریب به نه دوکه کیږي او که د دښمن د رجالو فکرونه ونه پيژندل شي نو بیا به هر چاته علامه،شیخ الحدیث او پروفیسور وايي او همدارنګه د دښمن سره د مبارزي تاریخ پيژندل هم ضروري دي ځکه دا جنګ چې کوم نن د دوو متضادو فکرونو چې عبارت دی له اسلامي فکر او نړیوال صهیونی فکر نه چې صلیب یی کلک ملاتړدی دا څه نوې خبره نه ده بلکي دا داسلام اوحق د ظهور نه تر نن او د قیامت پوري روانه او جاري وي ځکه الله فرمايي چې:

” ولا يزالون يقاتلونكم حتى يردوكم عن دينكم إن استطاعوا الآيه” [سورة البقرة:217 ]

دا په مسلسل ډول روانه وي ، نو باید تاریخ وپيژندل شي ځکه تاریخ بیا تکراریږي.

د اسلامي ویښتابه په هیله

 محمد ادریس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x