افغانستان

غزني کې نفوذي بریدګر ۷ دولتي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت په مرکز کې د نفوذي برید له امله ۷ دولتي عسکر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو درېمې لوا مسئولینو رسنیو ته ویلي، دا پېښه تیره شپه ۳ بجې د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند توحیدآباد سیمه کې پر میشتو عسکرو د یو نفوذي عسکر په ډزو پیل شوې، چې ورسره طالبانو هم په یادې پوستې برید کړی.

د چارواکو په خبره په دغه نفوذي برید کې د ملي اردو عسکر وژل شوي، پنځه نور ټپيان دي او نفوذي بریدګر هم د طالبانو په مرسته د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی دی.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې څرګنده کړې، چې دغه پوسته یې ځکه په نښه کړې چې د خلکو د ځورولو او تکلیف سبب وه او د پایله کې یې ۷ عسکر وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ په «سرکاري باغ» سیمه کې هم د صفر درې ځانګړې قطعې یو نفوذي عسکر په خپلو ملګرو برید کې ۹ کمانډو عسکر وژلي او په خپله د پېښې له ځایه تښتېدلی ؤ.

نفوذي بریدونه د طالبانو هغه جنګي تکتیک دی چې له امله یې هرکال ګڼو دولتي عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوړي او ترڅنګ د عسکرو ترمنځ د باور او اعتماد فضاء ته سخته صدمه رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx