افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټيم: اوربند باید د دوهم دور خبرو لومړیتوب وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټیم غړي په کابل کې له دریو اوونیو سلا مشورو وروسته نن سهار له حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه د دوحې په لوري روان شول.

د کابل د مذاکراتي ټيم غړي او ویاند «نادر نادري» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې دوی د مذاکراتو په درې اوونیزه وقفه کې یې د دولت له مشرتابه،د ملي مصالحې عالي شورا له غړو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني علماوو او د هېواد له نورو اقشارو سره سلا مشورې کړې او اوس د دوحې په لوري روان شوي.

د نادري له قوله، دوی له همدې سلا مشورو وروسته دویم پړاو خبرو ته چمتو دي او هدایات یې ترلاسه کړي؛ خو په خبره يې، له سلا مشورو څخه څرګنده شوې چې اوربند باید  د دوهم دور په مذاکراتو کې د لومړیتوب په حیث شامل وي.

د کابل مذاکراتي ټيم له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده سبا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه خبرو ته کښېني.

که څه هم ترد ې دمه د مذاکراتو د دوهم دور په مهال د بحث کېدونکو موضوعاتو په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي؛ خو د کابل چارواکي او مذاکراتی ټيم ټینګار لري چې باید د اوربند په اړه پرېکړه وشي.

طالبانو که څه هم په مذاکراتو کې د اوربند د موضوع له بحث کېدو سره مخالفت نه دی ښودلي؛ خو ټينکار لري، چې که لومړی داسې موضوعات مطرح شي چې اسانه وي او په اړه یې مشترکات ډېر وي؛ نو به د باور فضاء رامنځته او دوهم دور خبرې به په ښه ډول مخته ولاړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټول د جنګ د خاتمی په هیله دی. اوربند که وشو بیانو نور څه نپاتی کیږی. یو تعداد کسان په حکومت کی او همداسی په طالبانو کی اوربند نغواړی. هغوی په جنګ کی خپلی ګټی لټوی که جنګ نوی بیا هغه کسان د ملت په درد نخوری او څوک یی په والله که مزدور هم ونیسی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx