
اشرف غني د اندونیزیا له ولسمشر سره د افغان سولې په اړه غږېدلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د اندونیزیا له ولسمشر «جوکو ویدودو» سره تلیفوني خبرې کړې دي او د افغانستان د سولې او اړوندو مسایلو په اړه ورسره غږېدلی.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې دواړو لوریو ټینګار کړی چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ وړاندې یووړل شي او په افغانستان کې سمدستي اوربند تامین شي.
د خبرو په مهال د اندونیزیا ولسمشر-اشرف غني ته ډاډ ورکړی، چې د هیواد علماء له افغان سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې اجماع لري « د اندونیزیا جمهوررئیس د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ لپاره سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو ته په اشارې، له سولې پروسې څخه د علماوو بین المللي دوامدارې اجماع سره د مرستې ژمنه وکړه.»
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي روابطو په اړه هم خبرې شوې دي.
دغه تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه دوحې ته روان شوي او تمه ده سبا د یادو مذاکراتو د دوهم دور خبرې پيل شی.