لیکنېنظــر

مذاکراتو کې کوم موضوعات جنجالي دي او اجنډا باید څه وي؟

خالقيار احمدزی

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتي بهیر په منځ کې رامنځته شوې رخصتیانې ختمې شوې او دواړه لوري به یوځل بیا د مذاکراتو میز ته د خپل منځي تفاهم لپاره سره راټول شي.

خو داچې دې دور مذاکراتو کې به پر کومه موضوع بحث کیږي؛ هغه موضوع ده چې دواړه لوري یې پر سر پراخ د نظر اختلاف لري.

د اجنډا لپاره د طالبانو له لوري په وړاندیز شویو ۲۴موضوعاتو کې تر هر څه وړاندې د “اسلامي نظام” جوړښت او څرنګوالی شامل دی او تر ټولو وروستۍ موضوع د اوربند او د جګړې ختمولو ده؛ خو د مقابل لوري لخوا نه بیا تر ټولو لومړی اوربند او وروسته نور موضوعات یاد شوي دي.

دواړه لوري کوم موخې لري؟
د شنونکو په باور، طالبان غواړي تر هرڅه وړاندې د هغه څه لاسته راوړل یقیني، چې تیر ۱۹کاله یې ورته په همدې شعار جګړه کړې او د هغې داعیې یو بند «چې د امریکایانو وتل وه» مخ پر پوره کیدو ده، خو بل ښاخ یې چې «د یوه سوچه اسلامي نظام نفاذ» دی، د ترلاسه کولو لپاره یې هغوی “طالبان” اړتیا لري چې هم په نظامي او هم سیاسي ډګر کې چنې ووهي.

خو بلخوا بیا د کابل ټیم غواړي تر هرڅه وړاندې ورسره طالبان اوربند ومني؛ د دوی موخه داده چې د طالبانو له لوري د اوربند په اعلانېدو به کابل د جګړې له فشاره خلاص شي او د خبرو پر مېز به هم طالبان پر کابل حکومت د فشار هېڅ وسیله ونه لري او په نتیجه کې به د کابل حکومت ټیم پر خپل دريځ کلک شي.

په دې صورت کې به طالبان یا تسلیمېدو ته اړ شي او یا به بېرته جګړه پیل کړي.

په دغو شرایطو کې که طالبان تسلیم شي، دولت خپلو موخو ته رسېدلی دی او که هغوی “طالبان” بېرته د جګړې ډګر ته وګرځي نو افغان دولت په داخلي او بهرنیو ټولنو کې پر طالبانو د توافق د سرغړوونکو او د اوربند ماتوونکو په صفت کافي فشار راوړي او هم یې پر اسلامي ټولنو د یاغي او باغي په نوم یادولی شي.

یوه بله خبره هم دطالبانو لخوا د اجنډا په سر کې د نظام د ډول ده چې طالبانو د “اسلامي نظام “یادونه کړې، هغه کلمه چې د دوحې تړون کې یې هم یادونه شوې؛ خو د کابل مذاکراتي پلاوي په روښانه ډول په خپله اجنډا کې د نظام څرنګوالي په برخه کې څه نه دي ځای پر ځای کړي او یواځې د «سیاسي مشارکت لپاره د لارې نقشه» یې یاده کړې ده.

شنونکي وایي، د کابل حکومت د حاکم نظام په حیث په نظام کې تغییراتو یا په دې اړه جزئیاتو ته لېوالتیا نه لري او غواړي موجوده جوړښت پر طالبانو ومني.

په همدې جوړښت د اوسني نظام منل به د اشرف غني د دولت د حاکمیت دوام په معنا وي او د ارګ چارواکو ثابته کړې چې د قدرت ترلاسه کولو او ساتلو لپاره هر کار ته تیار دي.

په داسې حال کې چې، طالبانو له کلونو راهیسې د دغه نظام پر ضد جګړه کړې او له بېلابېلو لورو یې نقد او تخریب کړی، نو په اوسني حالت د نظام منل به د طالبانو په لیکو کې د اختلاف او تضاد رامنځته کېدو او د خپلو کسانو ترمنځ به یې د خلکو ملاتړ د کمزورتیا لامل شي او د راتلونکي لپاره به د دوی د ملامتیا زمینه برابره کړي؛ هغه څه چې د کابل ټیم یې د ترلاسه کیدو لپاره بې دریغه هڅه کوي.

یوه بله د پام وړ موضوع هم د اساسي قانون ده، په داسې حال کې چې طالبانو “د بحث وړ موضوع” بللې خو د کابل ټیم بیا یواځې «د افغانستان د خلکو د لاسته د راوړنو ساتنه» یاده کړې ده.

یو شمیر شنونکي وایي چې د کابل ټیم له دې امله د اساسي قانون په اړه څه نه دي ویلي چې د ټولو لاسته راوړنو ساتنه د همدې قانون له امله ده او د اساسي قانون ساتنه همدا دیموکراتیکې لاسته راوړنې کوي.

یو بل لامل ښایي دا وي چې حکومت په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو حقونو، مطبوعاتو ازادي او نورو ډيموکراتیکو آزادیو باندې ټینګار کوي او طالبان او د هغوی تحریک له هغو سره موافق نه دي چې په همدې بڼه وساتل شي، نو ځکه یې په همدې برخه کې د “اسلامي اصولو” یادونه کړې ده.

دغه راز د اساسي قانون تعدیل د نظام پر بدلون مستقیم اغېز لري، له همدې امله طالبانو اساسي قانون “د بحث وړ” بللی او ټینګار کوي چې که له اوسني نظام سره موافقه وکړي، د دوی مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي او په دغه نظام کې د دوی اقتدار نه ساتل کېږي.

بل لور ته د کابل ټیم لپاره د لاسته راوړنو ساتل په قدرت کې د دوی پاتې کېدل بریښي او د دې لپاره د لوېدیځو هېوادونو ملاتړ هم له ځان سره لري. دوی نه غواړي چې په دیني معیارونو جوړې دیني ټولنې ته را وګرځي؛ ځکه په اسلامي نظام کې د دوی لپاره هېڅ ځای نشته؛ همدغه کسان دي چې د نړۍ دویم فاسد نظام یې جوړ کړی.

په داسې حال کې چې له مفسدانو (په ځانګړې توګه غلو او اقتصادي مفسدانو) سره د اسلامي حکومت معیارونه د لاس پرې کول دي.

بلخوا د یو څو موضوعاتو تنوع لا هم فاصلې لري
د کابل ټیم لخوا کیفیت لرونکو او سراسري خدمتونو لکه روغتیا، کرنې، د اوسېدو او نه اوسېدو، د زېربنایي پروژو د امنیت ټینګښت او د کاري فرصتونو رامنځته کول، د افغانستان د خلکو له شتمنیو ساتنه او د هېواد اقتصادي ځان بسياینې لپاره هڅه کول، د سولې تړونونو پلي کولو لپاره نړیوال ضمانتونه، ملي بنسټونه پیاوړي کول او د افغانستان نړیوالو تړونونو ساتل او د نړیوالو تړونونو رعایتول په اجنډا کې شامل شوي موارد دي، خو طالبانو په دې برخه کې په څرګند ډول څه نه دي ویلي.

خو طالبانو بیا له خپله اړخه اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو ته په پام سره، د پرمختللې نړۍ له معیارونو سره د پالیسیو برابرولو، د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانستان یووالی او ملي وحدت، ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا، د بندیانو ټول شرعي او اصولي حقونه، له زهرجنو تبلیغاتو مخنیوی او ځینې نور اړین توکي اجنډا ته ور زیات کړي؛ هغه څه چې د کابل د ټیم اجنډا کې نه تر سترګو کیږي.

د سملاسي امنیت په برخه کې د پام وړ موضوع بیا څه بل ډول مطرح شوې؛ طالبانو «د ټپیانو انتقال او درملنه» یاده کړې خو مقابل لوري بیا په دې برخه کې «د لویو لارو په ګډون د ټولو لارو خوندیتوب، له هر ډول باج اخیستو او اخاذۍ مخنیوی، له ګاونډیو هېوادونو سره د ناقانونه تګ راتګ د لارو پوښل، د سیمو غیر نظامي کول، له سازمان شوو جرمونو سره مبارزه، د اسلامي او تاریخي ابدو د امنیت خوندیتوب، د طبیعي سرچینو ساتنه او په غیر قانوني ډول له یادو سرچینو د استفادې مخنیوی، د برېښنا شبکې، د افغانستان د مسلمان ملت د ملکیت او مواصلاتو په ګډون د عام المنفعه تاسیساتو د امنیت ساتل، د خپلسرو مجازاتو او له قانونه د سرغړونو مخنیوی، د تګ راتګ پر لارو د جنسیت او قوم پر اساس د خلکو په نښه کول او درول» یاد کړي دي.

شنونکي وایي، د کابل د ټیم لخوا دومره لویه سرشته د بشپړ اوربند د تأمین پورې تړاو لري او اوس وخت کې یې مطرح کول په دې معنا دي چې ګواکې طالبان یوه جنایت کاره، غله، باج اخیستونکې، د سازمان شوو جرمونو عامل، د اسلامي او تاریخي ابدو تخریبوونکې، غله، د قوم او جنسیت پر اساس د خلکو وژونکې او … ډله ده.

بل مورد چې د دواړو لورو په اجنډا کې یې توپیر لیدل کېږي، دا ده چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو او جنګیالیو حضور ته هیڅ اشاره نه ده کړې خو مقابل لوري «د بهرنیو جنګیالیو او ترویستي ډلو وتل او د افغانستان د مسلمانو خلکو د وژلو د مخنیوي لپاره له دوی سره ګډه مبارزه» په خپله اجنډا کې شامله کړې ده.
شنونکي وایي، دا هغه موضوع ده چې طالبانو له امریکا سره پرې ډېرې چنې وهلې، د بهرنیو جنګیالیو تعریف پر څرنګوالي او د ترهګرو پر تعریف، خو په ورته وخت کې توافق ته رسېدلي، له نظامي ډېپلوماتانو پرته باید ټول بهرني جنګیالي که قراردادي دي یا نظامي او استخباراتي، له افغانستان څخه باید ووځي.

همداراز د دواړو لوریو “امریکا او طالبانو” ترمنځ د ترسره شوو ژمنو له مخې، طالبان د القاعدې، چیچین او نورو ډلو اړوند بهرنیو جنګیالیو ته چې ادعا کېږي د طالبانو په لیکو کې موجود دي، «ځواب ورکوي» او نړیوال مسوولیت لري چې بهرنیو جنګیالیو لپاره خوندي ځای پیدا کړي؛ نو د یادو دلایلو له امله طالبان نه غواړي د دې موضوعاتو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي

تر ټولو جنجالي موضوعات کوم دي؟
شنونکي وایي، چې د دواړو لوریو ترمنځ اساسي اختلاف پر څلورو ټکو ورټول دي چې عبارت دی له ” اوربند، د نظام ډول، اساسي قانون او نړیوالو تړونونو ” څخه، د دواړو اړخونو ګټل او بایلل په همدې څلورو موضوعاتو کې خلاصه کېږي او هره خوا غواړي بریا په کې لاسته راوړي؛ نو کله هم چې پر دې مواردو توافق وشو، نور موضوعات دومره چنو وهلو ته اړتیا نه لري او ژر حل کیږي.

په همدې منوال، که اساسي قانون بدلون وکړ، د اوسني او راتلونکي نظام چوکاټ ټاکي، نظام او حکومت ته مشروعیت ورکوي، د نظام لار او ماهیت روښانه کوي او که نړیوال تړونونه ومنل شي، له بهرنیو هېوادونو سره اتصال او نه اتصال نظام او د حکومت څرنګوالی ټاکي او همدا موارد دي چې د مقتدرو هېوادونو لکه امریکا، چین او روسیې له خوا اروپایي ټولنه او ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوي دي او که ومنل شي، بنسټیز مسایل حل کېږي او کوچني موارد بیا خپله هوارېږي

څه باید وشي؟
د مذاکراتو د ښه پرمخ بېولو لپاره باید هغه موضوعات رامخته شي چې ډیر اختلاف دواړه لوري نه پرې لري.

د یوه سوکاله افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx