افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: امریکایان دې د «ارګ د مافیایي کړۍ» ژبه نه کاروي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې له دوحې تړون څخه د امریکایي لوري د سرغړونو په اړه طالبانو خبرداری ورکړ او په غبرګون کې يې د امریکایي ځواکونو ویاند طالبان په هدفي وژنو تورن کړل؛ طالبانو په یوه تبصره کې امریکایي لوری مخاطب کړی او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید د ارګ د مافیايي کړۍ ژبه ونه کاروي او د خپلو سرغړونو جواب ووایي.

وړمه ورځ طالبانو د یوې اعلامیې له لارې وویل چې امریکايي لوري په هلمند او کندهار ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي او د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو له لوري د پیل شویو عملیاتو هوایي ملاتړ یې کړی، چې د طالبانو له قوله، له دوحې تړون څخه سرغړونه ده او که چېرې بیا تکرار شي  دوی به جدي غبرګون وښيي.

د امریکایي ځواکونو ویاند «سني لیګت» ددې څرګندونو په غبرګون کې طالبان تورن کړل، چې د ژورنالستانو، مدني فعالانو او دولتي چارواکو په وژنه کې لاس لري او مسئولیت یې نه اخلي.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا کړې وه، چې دوی له دوحې تړون سرغړونه نه ده کړې بلکې یوازې يې د دولتي ځواکونو ملاتړ کړی.

طالبانو په یوه تبصره کې ویلي، چې امریکا باید د ارګ د مافیایي کړیو ژبه ونه کاروي، خپل دا مسئولیت باید درک کړي چې له تړون څخه شویو سرغړونو ته جواب ووايي او پر طالبانو «بې سنده» د وژنو تورونه ونه لګوي.

تبصره کې وړاندې طالبانو د ملکي وګړو خوندیتوب ته خپله ژمنتیا ښودلې او امریکایي لوری یې تورن کړی چې وروستي هدفي بریدونه ددوی په لارښوونه د ارګ او ملي امنیت له لوري د داعش تر نامه لاندې ترسره کېږي.

طالبانو ددې تر څنګ د امریکایي ځواکونو ویاند تورن کړی چې بېځایه تورونه لګوي او ددوی په خبره د امرالله صالح دنده مخته وړي « ریکایی جنرالان چې له یوې خوا د دوحې توافقنامې ته ژمنتیا نشي پاللی؛ روزانه په غیرجنګي سیمو کې بمونه غورځوي، د تهاجمي بریدونو په صورت کې د خپلو ګوډاګیانو هوایی ملاتړ کوي؛ پر دې برسیره د ناټو دغه ویاند «سني لیګت» د بېځایه اتهاماتو په لګولو سره د امرولا صالې دنده هم مخ ته وړي، چې په دې سره د امریکا اعتبار ته هم صدمه رسوي، د اسلامي امارت مشرانو چې څومره تحمل کړی کشران مجاهدین یې ښایی هیڅکله ونه زغمي که چیري امریکایان خپلو سرغړونو ته ادامه ورکړي؛ بیا یې چې په وړاندي هرڅه وشي؛ پړه به یې پخپله د امریکایانو پرغاړه وي.»

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان امریکایي ځواکونه له دوحې تړون څخه په سرغړونه تورن کړي؛ تر دې وړاندې يې هم په بیا، بیا له هغوی غوښتي چې شوي تړون ته ژمن پاتې شي؛ ځکه ددوی له قوله، په دې تړون کې د افغانستان او امریکا د ولسونو ګټې نغښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

دا ارگی بیناموسان چی هر رذالت او جنایت کوی د همدغی حرامخور بادار په امر تر سره کوی ترڅو د دوی د راوتو خوشحالی، د افغانانو تر مینځ پاتی نه شی، خو ان شآءالله به دغه ارمان، دوی ټول، خپل ګورونو ته وړي. الله اکبر

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx