ورزش

محمد نبي، راشد او مجيب د پاکستان سوپر ليګ پلاټينيم کټيګوري کې شامل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې درې نامتو لوبغاړو محمد نبي، راشد خان او مجيب ځدران د پاکستان سوپر ليګ راتلونکې سياليو لپاره په پلاټينيم کټيګوري کې نوملیکنه کړې ده.

د پاکستان سوپر ليګ د ۲۰۲۱م کال سياليو لپاره په هره کټيګوري کې د داخلي لوبغاړو نوملړ تېره مياشت په ډاګه کړی و چې د يکشنبې په ورځ يې د بهرني لوبغاړو د پلاټينيم کټيګوري نوملړ هم اعلان کړ.

په ياده کټيګوري کې د سويلي افريقا ۷ لوبغاړي، د انګلستان او ويسټ انډيز ۵-۵، د افغانستان ۳، د سريلانکا ۲، د بنګلاديش او بوټان يو يو لوبغاړی شامل شوی دی.

د پي ايس ايل راتلونکي سياليو لپاره د لوبغاړو بولي د جنوري مياشتې په لسمه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کيږي.
د شپږ لوبډلو مالکان د لوبغاړو له بولۍ وړاندې کولی شي که غواړي تر ۸ پخواني لوبغاړي له ځان سره وساتي، له هغه وروسته به بولي ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د راشد خان په اړه ويل شوي، «د کرکټ نړيوالې شورا د تيرې لسيزې د شل اوريزو غوره لوبغاړی راشد خان به په بولۍ کې د ټولو فرنچايزونو تر نظر لاندې وي، د افغانستان نامتو سوکه توپ اچونکی په ۲۴۴ شل اوريزو لوبو کې ۳۴۴ ويکټې په خپل نوم لري، په داسې حال کې چې په ۴۴ نړیوالو لوبو کې یې ۸۹ ويکټې ترلاسه کړي دي».

تر دې دمه د پاکستان سوپر لیګ د بهرني لوبغاړو یوازې پلاټینیم کټيګوري وړاندې کړې، ممکنه ده په پاتې کټیګوریو کې هم ځینې افغان لوبغاړي شامل شي.

د راشد خان سربېره محمد نبي او مجيب ځدران هم په ياد ليست کې شامل شوي، په داسې حال کې چې محمد نبي په پاکستان سوپر ليګ کې د کويټه ګلډيټرز له لوري لوبېدلی دی.

له دې وړاندې هم د افغانستان ملي لوبغاړو نومونه د پاکستان سوپر لیګ د بولۍ په نوملړ کې راغلي خو د ځینو ستونزو له کبله له محمد نبي پرته هیڅ لوبغاړی دغه لیګ کې نه دی شامل شوی.

څو میاشتې وړاندې افغانستان ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان راتګ او د کرکټ ملي لوبډلې سره لیدنه دا په ډاګه کوي چې د پي ایس ایل په راتلونکو سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي ولوبیږي.

ټاکل شوې ده د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالۍ د ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې په لاهور او کراچي ښارونو کې ترسره شي، چې په کې د پشاور زلمي، اسلام اباد یونیټډ، کویټه ګلډیټرز، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز او کراچي کینګز لوبډلې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x