افغانستان

ټرمپ: زموږ پوځيان د افغانستان ساتنې پوليس نه دي، نور بايد خپل هېواد ته ستانه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستيو وختونو کې يو ځل بيا له افغانستانه د امريکايي پوځيانو ويستلو په اړه پر خپل دريځ ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې امريکايي پوځيان د افغانستان ساتنې پوليس نه دي او نور بايد خپلو کورونو ته ستانه شي.

ټرمپ، چې د ۳م نومبر په ولسمشريزو ټاکنو کې ماتې خوړلې او د روانې جنورۍ په شلمه به واک نوي ټاکل شوي ډيموکراټ ولسمشر جو بايډن ته پرېږدي.

نوموړي په جورجيا ايالت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ۱۹ کلن شتون بسنه کوي او نور بايد پاتې امريکايي عسکر هم بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ډونلډ ټرمپ ويلي، امريکايي پوځيان د افغانستان پولیس نه دي، بلکې هغوی «جنګيالي او مبارزين» دي، چې ډېری خپلو کورنو ته ستانه شوي او پاتې نور به هم ستانه شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم تېره ورځ له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په وتلو ټينګار کړی و او ويلي يې و، چې نور هلته د زرګونو امریکايي پوځيانو د پاتې کېدو اړتيا نه شته.

د امريکا د دفاع وزارت «پنټاګون» سرپرست کرسټوفر ميلر هم ويلي، چې نور د جګړو پای ته رسولو وخت رارسېدلی او امريکايي پوځيان بايد بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

تېر کال امريکا له طالبانو سره په لاسليک شوي تړون کې منلې، چې د روان ۲۰۲۱ تر می مياشت پورې به خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي.

خو د چارو کارپوهان وايي، که بهرني پوځيان ووځي، حکومتي عسکر د دې توان او وړتيا نه لري، چې امنيتي مسؤوليتونه پر خپله غاړه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله مو ورک کړه کافرو. افغانان خپلو کی بالاخره جوړیږی دا ټولی بدبختی د کافرو لخوا پدی وطن کی په مختلفو شکلونو روانی دی.

مجاهد

الله ج مو تباه کړه ، مونږ کله در په در وو مګر پرون روسانو تباه کړو له هغو زخمو لا خلاص نه وو تاسی دوسانو خپلو کی سره په جنګ واچولو هر اړخ ته مو وسلی او پیسی ورکولی د خپلمنځی جګړو دوهم اشغال سره مو مخ کړو، الله ج په دی مظلوم ولس ورحمیدو د طالبانو په نوم د سولی ملایکی مونږ ته نازلی کړی طالبانو داخلی جنګو ته د خاتمی ورکولو سره سره حکومت جوړونه ، امنیت او د خلکو د هوساینی خیال هم ورسره وو چه زمونږ وار راغی د لنډۍ پلار راغی لوی امریکا یی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx