د روژې مبارکه میاشت

روژه د تقوی میاشت (دویمه برخه)

په قرانکریم کې په شپږو ځایونو کې په تشریعي موضوعاتو له خبرو وروسته { لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ }، راغلي دي او په شپږو نورو ځایونو کې { لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ } راغلي دي. دا راز تیرو ټولو امتونو او موږ ته د تقوي امر او وصیت شوی ده قرانکریم وایې: وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ (النساء : 131) ، یعني ستاسو مخکي چې کومو خلکو ته کتاب ور کړل شوی ده او تاسو ته موږ وصیت کړی ده چې تقوا غوره کړئ.

رسول الله صلی لله علیه به کله کله ځیني صحابه کرامو ته د تقوا وصیت کاوه ابوذر رضي الله عنه ته یې یو وخت وویل: : « اتقِ الله حيثما كنت » هرځای چې یې له الله نه ويریږه. ( أخرجه الترمذي : كتاب البر ، رقم 1987 ، وقال : هذا حديث حسن صحيح) . عرباض بن سارية – رضي الله عنه – وایې: موږ ته رسول الله – صلى الله عليه وسلم د سهار لمونځ په جماعت راکړ له هغه وروسته یې ډیر په بلاغت سره وعظ راته وکړ داسي چې سترګو اوښکې وبهولې او زړونو ته ډار ننوت یوه کس ورته ویل داسي برېښي لکه دا چ‌ې د خدای پاني وعظ وي موږ ته وصیت کړه، رسول لله صلی لله عليه وسلم وویل: تاسو ته وصیت کوم چې له الله نه ويریږئ د امیر خبره اورئ او پیروي یې کوئ. عن العرباض بن ساریه رضی الله عنه قال صلی بنا رسول الله صلی الله علیه وسلم الصبح فوعظنا موعظة بليغة ذرفت منها العيون ووجلت منها القلوب ، فقال قائل : يا رسول الله ! كأنها موعظة مودع ؛ فأوصنا ! فقال: أوصيكم بتقوى الله والسمع والطاعة … رواه الترمذي : كتاب العلم ، رقم 2676 ، وقال : هذا حديث صحيح .

أنس – رضي الله عنه – وایې: رسول الله صلى الله عليه وسلم ته یو سړی راغی او ورته ویې ویل: يا رسول الله ! په سفر ځم د سفر توښه راکړه هغه ورته وویل: « زوّدك الله التقوى » یعني الله دي تقوا زیاته کړه. وروسته یې نوري خبرې هم ورته کړې خو پیل یې په تقوا وکړ.الترمذي : كتاب الدعوات ، رقم 3444 .

رسول الله – صلى الله عليه وسلم – به چې د غازیانو ډله لیږله د هغو مشر ته به یې د تقوا وصیت کاوه. أخرجه مسلم : كتاب الجهاد ، رقم 1731 . که په قرانکریم کې د نورو انبیاو لکه نوح، هود، صالح، او لوط علیهم السلام وصیتونه وګورو هغوی هم خپلو امتونو ته همدا د { أَلاَ تَتَّقُونَ } وصیت کړی ده.

له رسول لله صلی الله علیه وسلم وروسته د ده د صحابه کرامو لومړی وصیت هم تقوي وه، ابوبکر الصدیق رضی لله عنه چې خلیفه وټاکل شو او لومړۍ خطبه یې وویله له حمد او صلوة وروسته یې د پیل جمله داوه: أوصيكم بتقوى الله . مصنف ابن أبي شيبة : 8/144 .
داراز عمربن الخطاب رضي الله عنه له ده وروسته خلیفه ته د تقوي وصیت کړی و: أوصي الخليفة من بعدي بتقوى الله . مصنف ابن أبي شيبة : 8/577 ، السنن الكبرى للنسائي : 6/485 .

آن تردې پوري چې په مدینه منوره کې به کومه ناوې ودیدله هغه به یې ام المؤمنین عائشه رضی لله عنها ته ور وستله هغې به یې په سر لاس ورکېښود او دعا به یې ورته وکړه او بیا به یې ورته وویل چې هر وخت به له الله نه ویریږې او د خپل میړه پیروي به کوې، وكُنَّ نساء أهل المدينة إذا أردن أن يبنين بامرأة على زوجها ، بدأن بعائشة فأدخلنها عليها ، فتضع يدها على رأسها تدعو لها ، وتأمرها بتقوى الله وحق الزوج .مصنف ابن أبي شيبة : 3/398 . داراز پنځم راشد خلیفه عمر بن عبدالعزيز رحمه لله خپل یوه والي ته لیکلي : « أوصيك بتقوى الله » . الإبانة الكبرى ، لابن بطة . نور بیا.
لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x