افغانستان

زلمی خلیلزاد په کابل کې له ډاکټر عبدالله سره د سولې روان بهير په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر له سفر وروسته نن کابل ته راغلی او دلته يې د پخلاينې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د سولې روان بهير په اړه خبرې کړي دي.

د پخلاينې عالي شورا مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ويلي، چې زلمي خلیلزاد له ډاکټر عبدالله سره د خبرو پر مهال د جګړې شدت په کمولو ټينګار کړی دی.

د پخلاينې شورا له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د لومړي پړاو په بشپړېدو خوښي ښکاره کړې او ټينګار يې کړی، چې دوهم پړاو بايد ژر پيل شي او دواړه لوري د تلپاتې سولې او جګړې پای ته رسېدو په موخه له شته فرصته ګټه پورته کړي.

خلیلزاد ويلي، چې د امريکا متحده ايالتونه د افغانستان سولې د روان بهير ملاتړ کوي.

په اعلاميه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله هم ويل شوي، چې د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی.

خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې له کابله تلونکی مذاکراتي پلاوی نن دوحې ته روان شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يا «يوناما» دوحې ته د کابل مذاکراتي پلاوي د ستنېدو هرکلی کړی او د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو د ژر پيلېدو غوښتنه يې کړې ده.

له کابله د تلونکي مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي دوحې ته له روانېدو مخکې په کابل کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال هيله ښکاره کړه، چې دواړه مرکچي پلاوي به دا ځل يوې پایلې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx