نړۍ

طالبانو د قطر او سعودي ترمنځ له جوړجاړي هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د خلیجي همکاریو سازمان غړو هیوادونو له درې نیم کلن پرېکون وروسته له قطر سره تړلې لارې بیا ځلې پرانیستې او د جوړجاړي اعلان یې وکړ؛ طالبانو په یوه اعلامیه کې له دې ګام هرکلی کړی او د اسلامي نړۍ لپاره یې پر ځای او ښه اقدام بللی.

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر شیخ «احمد ناصر المحمد الصباح» وړمه ورځ په یوه تلویزوني وینا کې اعلان وکړ چې پر قطر تپل شوې محاصره نوره ماته شوې او په ځانګړي ډول یې له سعودي سره ځمکني، سمندري او هوايي سرحدونه پرانیستل شول.

د نوموړي په وینا دغه اعلان وروسته تر هغه کوي چې د کویټ امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره تلیفوني خبرې وکړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر خپل ټويټر لیکلي، چې د قطر او سعودي عربستان تر منځ جوړجاړی د ټولې اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول د قطر او سعودي عربستان د ولسونو لپاره یو ښه او ضروري اقدام دی چې طالبان ترې هرکلی کوي.

د نعیم په خبره، «اسلامي امارت» باور لري چې د ټولو ستونزو د هواري لپاره مذاکره او تفاهم یوه ښه وسیله ده، ټول هيوادونه بايد اختلافات د خبرو او تفاهم له لاري حل کړي.

له قطر سره د خلیجي هیوادونو سازمان د نورو غړو د اړیکو د عادي کېدو تر اعلان وروسته تېره ورځ په ریاض کې د یاد سازمان سرمشریزه غونډه راوبلل شوه، چې د قطر په استازیتوب پکې د یاد هیواد امیر «شیخ تمیم بن حمد آل ثاني» برخه واخیسته.

یاده دې وي، چې د ۲۰۱۷ کال په جولای کې سعودي، متحده عربي اماراتو، مصر او بحرين قطر د ترهګرۍ او ايران په ملاتړ تورن کړ او له قطر سره يې ډيپلوماټيکې او سوداګریزې اړيکې پرې کړې.

د سعودي په مشرۍ دغو څلور واړو هېوادونو ويل، چې له قطر سره د روغې جوړې لپاره لومړی شرط دا دی، چې د فلسطين حماس جهادي  غورځنګ له ملاتړ او له ایران سره له ملګرتيا به لاس اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul Majid

اوتاسوقسم کړي چه خپلو افغانانو سره جوړه نکوو او مرګ او وراني به روانه وي خداي مو پوهه کړه۰دسعودي اوقطر اختلافاتو اقتصادي ضررونه لرل مرګونه او جنګونه خو نه وو۰

مجاهد

طالبانو خو یی هر کلی کړی باید یی وکړی ځکه د هغوی موقف او دریز همدا دی چه داسی ووایی مګر زه د غه اړیکی په دی حساسو مراحلو کی ښه نه ګڼم الله ج دی خیر پکی واچوی ځکه اسراییل د سعودی له اوسنی منافقو واکدارانو ډیر شرف لری په دی اړه تر دی زیات څه لیکل ښه نه دی

طوطی

طالبان دی هم نوایی چی مم زرما ټوله زما. هغوی دی هم د کابل حکومت سره جوړ جاړی وکړی چی دنیا وال یی هرکلی وکړی. ممکن هغوی به یی کوی خو پاکستان یی دی کار ته نه پریږدی. پدی اوس ټول پوه دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx