نړۍ

سعودي: متحده عربي امارات، بحرين او مصر هم له قطر سره خپلې اړيکې رغوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سعودي عربستان وايي، د دوی درې واړه متحدين هېوادونه به له قطر سره خپلې اړيکې په بشپړ ډول ورغوي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان السعود ويلي، چې متحده عربي امارات، بحرين او مصر به هم د خليجي همکاريو سازمان له ناستې وروسته له قطر سره خپلې اړيکې بېرته ورغوي.

اسوشيټېد پريس خبري اژانس ليکلي، چې د سعودي، قطر او کویت په شمول متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر هم د خليجي همکاريو سازمان د تېرې ورځې د غونډې اعلاميه لاسليک کړه.

له شاوخوا درې نیم کالو ځنډ وروسته سعودي وړمه شپه له قطر سره خپلې ټولې ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې پرانيستې او د قطر امیر شيخ تميم بن حمد تېره ورځ د سعودي په العُلاء تاريخي سيمه کې د خليجي همکاريو سازمان په ۴۱مه غونډه کې ګډون وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان په مشرۍ متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر د ۲۰۱۷ کال په جولای مياشت کې له قطر سره خپلې ډيپلوماټيکې او سوداګريزې اړيکې پرې کړې.

امريکا او کويت له پيله د خليجي بحران د حل لپاره هلې ځلې کولې او بالاخره وړمه ورځ د کويت د بهرنيو چارو وزير د سعودي او قطر ترمنځ د ټولو ځمکنيو، هوايي او سمندري لارو د پرانيسو اعلان وکړ او پر سبا يې د قطر امیر د خليجي همکاريو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د سعودي العُلاء ښار ته ولاړ.

د قطر او د سعودي په مشرۍ د څلورو نورو عربي هېوادونو ترمنځ روان بحران پر مهال قطر يوازې له سعودي سره خبرې کړي او نورو درې واړو هېوادونو د سعودي او قطر ترمنځ د روغې جوړې ملاتړ کړی او تېره ورځ يې د العُلاء کنفرانس اعلاميه هم لاسليک کړې ده.

د قطر او سعودي ترمنځ د روغې جوړې او دوه اړخيزې همکارۍ اعلانولو په اړه ډېر جزئيات تر اوسه رسنيو ته نه دي راوتلي، خو تېره ورځ چې د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني پر هوايي ډګر ښکته شو، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له لوري يې تود هرکلی وشو او د خوښۍ په موډ کې يې له يوه بل سره خبرې وکړې.

د چارو کارپوهان وايي، د قطر او سعودي ترمنځ د اړيکو رغول او دوه اړخيزې اړيکې پيلول لومړی ګام دی او تر دې وروسته د نورو پرمختګونو اړتيا ده، چې تر ډېره د دواړو هېوادونو د چارواکو له چلند سره تړاو لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx