افغانستان

ځانګړو پولیسو په پکتیا کې د یو ښوونکي او محصل په ګډون ۲ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې د پولیسو ۳۳۳ ځانګړې قطعې عسکرو د یو ښوونکي او محصل په ګډون ۲ تنه ملکیان وژلي، چې له امله یې د سیمې خلکو اعتراضیه لاریون کړی دی.

معترضو لاریونوالو چې ددغو دواړو ملکیانو جسدونه یې مرکز ګردیز کې د ولایت مقام مخې ته راوړي وو او د اعتراض په توګه یې د ګردیز ـ کابل لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره تړلې وه، له چارواکو یې د پېښې په اړه سپیناوی غوښته چې ولې یې ددوی بې ګناه عزیزان او خپلوان په خپلو کورونو کې دننه وژلي دي؟!

دا پېښه  تیره شپه د احمدابا ولسوالۍ په «تاند غړک» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې د پولیسو ځانګړې قطعې د ملکي خلکو په کورونو شپني عملیات کړي،د دوو ملکیانو د وژلو ترڅنګ یې د خلکو د کورونو دروازې هم ماتې کړي او ځینې کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د وژل شويو ملکیانو مشر ورور سيالبت رسنیو ته ویلي، دولتي عسکرو یې تیره شپه په کور چاپه وهلې، دده  دوه وروڼه چې یو ښوونکی او بل د پکتیا پوهنتون د درېیم سمستر محصل ؤ، د ماشومانو ترمخه په «ظلم» سره «شهیدان» کړي دي.

نوموړي په داسې حال کې چې د خپلو ورونو تعلیمي اسناد یې هم په لاس کې وو، ټینګار کاوه چې ورونه یې بیګناه وو، چې په خبره یې آخر ولې داسې کیږي؟!

د سیالبت ګاونډي خان ګل هم د خپلو ګاونډیانو په بې ګناهۍ ګواهي ویله او په حکومت یې نیوکه کوله چې د ملکیانو د وژلو په وړاندې یو امنیتي ارګان هم ځواب ویلو ته نه حاضري.

ګل خان داسې وویل: «دا جنایت په هیڅ ډول توجیه کیدای نه شي، دلته ځوانان وژل کیږي او ماشومان یې یتیمانیږي؛ خو د پوښتنې او ځواب ویلو څوک نه شته.»

د احمدابا ولسوالۍ قومي مشر حاجي شینواري هم ددې پېښې د غندلو ترڅنګ په حکومت نیوکه کوي چې په صحرايي ډول ملکیان وژني.

نوموړي داسې وويل: «هېڅ انسان له جرم او خطا خلاص نه دی، که احيانا څوک تورن يا مجرم هم وي، نو دولت خو محکمه لري، محاکمه دې يې کړي او بيا دې ورته سزا ورکړي. دا کار جنايت دی.»

له بل پلوه په پکتیا کې د ۳۳۳ ځانګړو پولیسو قومنداني د یوې خبرپاڼې په خبرو سره ویلي، چې تیره شپه یې په احمدابا ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۲ تنه وژلي او د نشه یې توکو د پنځو فابریکو د تخریب ترڅنګ یې ۴۵ ټنه چرس او نشه یي توکي هم له منځه وړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په احمدابا ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا ددو تنو ملکیانو د وژلو خبر ورکړی او دا کار یې جنایت بللی دی.

په ورته مهال د پکتيا والي محمدحليم فدايي هم ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې د عدلیې رئیس په مشرۍ یې یو ځانګړي کمیسیون ته دنده سپارلې ترڅو په احمدابا ولسوالۍ کې د وژل شوو ملکیانو په اړه تحقیقات وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په شپنیو عملیاتو کې ملکیان وژني او بیا یې د نشه یي توکو په قاچاقبرو او نورو مختلفو نومونو نوموي، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایاتو کې دولتي عسکرو په ورته توګه ملکیان وژلي او له وژلو وروسته یې څیړنیز کمیسیونونه ګومارلي؛ خو تردې دمه ددغو کمیسیونونو پایلې نه دي رسنیزې شوي او نه هم په ورته پېښو کې ککړو دولتي عسکرو باندې عدالت پلی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x