واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

واشنګټن پوسټ: ولي طالبانو د نجونو له مکتبونو سره موافقه وکړه؟

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): اغلې جوري بریسلاوسکي د جنوري پر ۶ مه په واشنګټن پوسټ کي لیکي د ډسمبر په میاشت کي طالبانو او یونیسف موافقه وکړه چي د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کي به په زرهاوو غیر رسمي مکتبونه پرانیزي. د مکتبونو په اړه د ملکرو ملتونو او طالبانو ترمینځ خبري قریب دوه کاله پخوا شروع سوي وې. پدې مکتبونو کي به قريب یو لک او څلوېښت زره نجوني او هلکان سبق وايي. 

اغلې جوري لیکي سوال دا دی چي ولي طالبانو د ماشومانو د مکتبونو په اړه نه یوازي د ملګرو ملتونو سره موافقه وکړه، بلکي د دې خبرو او اقدام ابتکار هم طالبانو کړی وو؟

طالبان د پراخ ولسي ملاتړ په لټه کي دي:

طالبان پر نیم افغانستان باندي کنټرول لري. نو لهذا، د ولس ملاتړ زیات اهمیت ورته لري. ځکه ولسي حمایت به د هغوی ولکه لا پراخه او ټینګه کړي. عموما په داخلي جنګونه کي مخالفان هڅه کوي چي د ولس ملاتړ تر لاسه کړي. د خلګو څخه مادي او معنوي مرستي او ضروري معلومات حاصل کاندي. 

اغلې جوري لیکي مخالفان کوښښ کوي چي د محلي خلګو سره دوامداره تماس ټینګ کړي، او له زوره کار وا نه خلي. 

اغلې جوري لیکي ۸۷ ٪ فیصده افغانان باور لري چي ښځي باید د نارینو په څېر تعلیم او تربیې ته په مساويانه لاسرسی ولري. 

افغانانو پر طالبانو باندي فشار اچولی دی چي د ښځو د تعلیم په اړه خپلي پالیسۍ بدلي کړي. 

اغلې جوري لیکي د افغانستان په ځینو برخو کي محلي مشرانو طالبان پدې تهدید کړيدي چي که چیري د هغوی مطالبو ته احترام و نه کړي، هغوی به د طالبانو مخالفت شروع کړي. لیکواله وايي البته دا باید ووایم چي د خلګو فشار څه محدودیتونه لري. 

طالبان بین المللي مشروعیت غواړي:

اغلې جوري لیکي د طالبانو او یونیسف موافقه دا هم ښيي چي طالبان د بین المللي مشروعیت د ګټولو په لټه کي دي. دا موافقه هغوی ته په بین المللي سطح کي یو سمبولیک اهمیت لري. طالبان دې نیتجې ته رسېدلي دي چي د بین المللي ټولني حمایت باید ترلاسه کړي. طالبان پدې پوهېږي چي که چیري بیا د «ناړامه» دولت په نامه مشهوره سي، نړیوال به شا ور وګرځوي، او د ۱۹۹۰ کلونو په شان به یکړ پاته سي.

ولي طالبانو اوس دا کار وکړ؟

لیکواله لیکي پداسي حال کي چي خارجي عسکر لږېږي، طالبان اوس د خطر کم احساس کوي. دغه راز، د بهرنیو عسکرو کمېدل د طالبانو څخه هغه پخوانۍ اله هم اخلي چي ویل به یې هغوی د خارجیانو د اخراجولو لپاره مبازره کوي. فعلا، طالبان غواړي چي خلګو ته دا وښيي چي هغوی د حکومت کولو جوګه دي. څرنګه چي طالبان همدا اوس په ځینو سیمو کي مطلق حاکمیت لري، نو لهذا هغوی هڅه کوي چي خلګو ته داسي ښکاره نه سي چي ګواکي د تعلیم او تربیې په شمول د مقدماتي خدماتو د برابرولو سره مخالفت کوي. 

اغلې جوري لیکي په قطر کي رواني خبري د افغانانو تر مینځ دا موضوع هم رابرسېره کړېده چي طالبان به په آینده کي څرنګه حکومت وکړي. طالبان ښايي اوس د دې احساس کړی وي چي دا یو مناسب وخت دی، او باید خپل ملي او بین المللي مشروعیت لا غښتلی کاندي.

اغلې جوري وايي البته د نجونو د تعلیم په برخه کي د طالبانو پالیسي لا اوس هم متناقضه، ناهماهنګه، او اټکل يې ګران ښکاري. کله نا کله د هغوی د قومندانانو او پالیسي جوړونکو تر مینځ تفاهم او همنظري نه لیدل کېږي.

اغلې جوري په آخر کي لیکي پداسي حال کي چي د یونیسف او طالبانو موافقې زیات خلګ هک پک کړل، خو دا موافقه دا ښيي چي طالب مشران په زیاتېدونکې توګه دې نتیجې ته رسېدلي دي چي که چیري غواړي په موفقانه توګه حکومت وکړي، هغوی مجبوره دي چي د افغانانو مطالبو ته احترام وکړي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx