افغانستان

طالبانو د دیني او سیاسي فعالانو هدفي وژنې د هېواد راتلونکي ته په زیان بللي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبانو په هېواد کې د دیني عالمانو، سیاسي څیرو او خبریالانو هدفي وژنې غندلې او دا کارونه یې د هېواد راتلونکي ته په زیان بللي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د کابل حکومت او امریکایانو یو شمېر چارواکو په طالبانو تور پورې کړ، چې ګواکې خبریالان او نورې سیاسي څیرې په نښه کوي او بیا ورڅخه انکار کوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې په همدې تړاو د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، راغلي، چې طالبانو هرځل دا ډول وژنې د رد کولو او غندلو ترڅنګ اوس یو ځل بیا هېوادوالو او نړیوالو ته څرګندوي چې دیني عالمان، ژورنالیستان او سیاسي څیرې ددوی په نظامي اهدافو کې شامل نه دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو څرګنده کړې چې یوازې هغه «دښمن» په نښه کوي چې له دوی سره جګړه کوي او ددوی پر وړاندې په «استخباراتي» فعالیتونو بوخت دي، له دې څخه علاوه طالبانو د هرډول کسانو په نښه کول د «نورو» خلکو کار بللی دی.

ددې ترڅنګ طالب ویاند په ټینګار سره ویلي، چې د طالبانو «مبارزه» له پیله معلوم اهداف لري او د خپلو کارونو مسئول دي:

«اسلامي امارت د مبارزې له پیله معلوم اهداف لري او تل یې د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. په تیرو دوو لسیزو کې اسلامي امارت کله هم په داسې غیر نظامي او بې دفاع اشخاصو بریدونه نه دي کړي. نو اوس هم د کابل ادارې ادعاء بې ځایه ده چې بې له کوم دلیله د دغسې بریدونو نسبت اسلامي امارت ته کوي.»

طالب ویاند دغه راز په هېوادوالو او نړیوالو غږ کړی چې د مرموزو هدفي بریدونو عاملین وپيژني، ځکه دده په خبره په داسې حساس پړاو کې داسې کړنو هغه کسان لاس اچوي چې غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان په کې ونیسي.

د خبرپاڼې په پای کې طالب ویاند د موموزو هدفي بریدونو عاملینو په هکله داسې لیکلي:

«زموږ په باور دا ډول بریدونه هغه څوک ترسره کوي چې په هیواد کې د سولې او اسلامي نظام له راتګ سره مخالفت لري، دوی هڅه کوي په دغسې بریدونو سره مجاهدین بدنام او د هیواد اشغال غزولو ته زمینه سازي وکړي.»

د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو ویشلو نه وروسته په پلازمینه کابل او مختلفو ولایاتو کې هدفي وژنې، اختطافونه او د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي، چې له امله یې د خلکو ژوند سخت تریخ شوی دی.

باید وویل شي چې ولسي جرګه په کابل ښار کې د مرموزو وژنو او مسلحو غلاوو عامل د زرغون بهیر په نوم ګوند بولي، چې د وکیلانو په خبره یاد ګوند د پردیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx