افغانستان

په کابل کې د ناامنيو زياتوالی؛ حکومت په ټول ښار کې پرمختللې امنيتي کامرې لګوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي، د کابل ښار د زياتېدونکو امنيتي ستونزو د حل کولو لپاره په ټول ښار کې د سل ميليونه ډالرو په ارزښت امنيتي کامرې لګول کيږي.

امرالله صالح پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې کابل به د اوس په پرتله ډېر خوندي او په نوو پرمختللو کامرو مجهز شي.

د حکومت لومړي مرستيال زياته کړې، چې پر دغو امنيتي کامرو به له سل ميليونه ډالرو ډېر لګښت راشي، چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت به يې پر غاړه واخلي.

نوموړي تر دې وړاندې ويلي و، چې د کابل ښار امنيت ساتلو لپاره د پوليسو شمېر دوه برابره زياتوي.

په ۲۰۰۸ کال کې هم په کابل ښار کې امنيتي کامرې ځای پر ځای شوې وې، خو امرالله صالح وايي، د هغه وخت په پرتله اوس ټيکنالوژي پرمختګ کړی دی.

امنيتي مسؤولينو مخکې هم ويلي و، چې په کابل ښار کې ۱۵۰ امنيتي کامرې لګېدلي، چې يوازې د کابل ښار شل سلنه برخې يې تر پوښښ لاندې راوستي دي، خو چې څومره اټکل و، هغومره د امنيتي او جرمي پېښو په مخنيوي کې اغېزناکې نه وې.

د کابل ښار څلور مرکزي او لسګونه فرعي دروازې لري، چې امنيتي ځواکونه د دې دروازو څارلو لپاره بشپړ وسائل نه لري.

حکومت په کابل ښار کې د پرمختللو امنيتي کامرو لګولو پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په کابل ښار د مقناطسي چاودنو سربېره جرمي پېښې ډېرې شوي او د کابل حکومت مشر اشرف غني د دې ستونزو د مخنيوي لپاره خپل لومړی مرستيال امرالله صالح د کابل سرپرست امنيه قومندان ټاکلی دی.

نوموړی له تېرو درې مياشتو راهيسې سرپرست امنيه قومندان دی، خو لا هم د کابل ښار په امنيتي وضعيت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

په ټولنيزو شبکو کې د امنيتي کامرو لګولو پر وړاندې ډول ډول غبرګونه ښوول شوي دي.

ځينې کسانو د دغو کامرو لګولو ته خوښي ښکاره کړې، خو ډېری فعالانو ويلي، چې يوه لور ته په کابل کې برېښنا نه شته او په دومره لويه بيه کامرې لګولو پر ځای بايد په رښتينې توګه مسلکي پوليس وروزل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x