افغانستان

غني-پارلمان ته: تاسو د حکومت ځای نیولای نشئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت ولسي جرګې د ۱۴۰۰م مالي کال بودیجه غیرمتوازنه وبلله او رد یې کړه؛ اشرف غني یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی او په خبره یې، پارلمان د حکومت ځای نیولای نشي او نه هم حکومت ددې توان لري چې «سلیقوي» پروژې په بودیجه کې داخلې کړي.

غني چې نن یې د کابینې په ناسته کې خبرې کولې وویل، چې اضافي پروژې په بودیجه کې نه داخلېږي او نه هم پارلمان د حکومت ځای نیولی شي؛ ځکه دده له قوله، اساسي قانون په دې برخه کې بشپړ وضاحت لري.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، د بودیجې چمتو کول او پارلمان ته یې وړاندې کول د اجرائیه قوې له دندو څخه دي او د پارلمان مسئولیت دادی چې یا بودیجه په بشپړ ډول ومني او یا یې هم په بشپړ ډول رد کړي.

د غني په الفاظو «موږ د میلیاردونو سلیقوي پروژو د ځایولو توان نه لرو.»

د غني او پارلمان تر منځ جنجال وروسته له هغه دی، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې ولسي جرګې د حکومت له لوري ور وړاندې شوې بودیجه غیرمتوازنه وبلله او رد یې کړه.

د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون وویل ،چې پارلمان ته وړاندې شوې بودیجه اوولس جدي مشکلات لري، چې له امله یې پارلمان نشي کولای یاده بودیجه تصویب کړي.

د یاد کمېسیون په وینا د ۱۱۳۱ ولایتي پروژو لیري کول، ۹۱ او ۹۲ کوډونو ته د میلیارډونو افغانیو ځانګړي کول او له بودیجی څخه یوه برخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد په واک کې ورکول د بودیجې له ستونزو څخه دي.

یاده دې وي، چې د کابل حکومت د ۱۴۰۰م مالي کال مجموعي بودیجه ۴۵۲ میلیارده او ۶۴۰ میلیونه افغانۍ وړاندیز شوې وه، چې له منځه یې ۲۹۵ میلیارده او ۸۱۰ میلیونه افغانۍ عادي بودیجه او پاتې برخه يې پراختیایي بودیجه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x