افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبانو د دوحې تړون په اړه د جوبایډن د ملي امنیت شورا د نوماند سلاکار له څرګندونو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د جوبایډن له لوري د امریکا ملي امنیت شورا ته نوماند سلاکار «جیک سالیوان» د دوحې تړون پر عملي کېدو ټینګار وکړ او د بایډن په دوره کې يې د یاد تړون عملي کېدل اړین وبلل؛ طالبانو د نوموړي له څرګندونو هرکلی کړی او په خبره یې یاد تړون د ستونزو د حل یوه غوره نسخه ده.

جیک سالیوان وړمه ورځ د امریکا له تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» سره په خپله مرکه کې وویل، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوی تړون پر دواړو لورو مسئولیتونه وضع کوي او باید یاد تړون نه یوازې په الفاظو کې؛ بلکې په عمل کې هم پلې شي.

نوموړي ددې تر څنګ ټینګار کړی و، چې د بایډن اداره به د افغانسان په اړه همدا پالیسي تعقیب کړي؛ خو په عین حال کې به ځان ډاډه کړي چې افغانستان به بیا ځلې د «ترهګرو» په ځاله نه بدلېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» د «سالیوان» له څرګندونو د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د دوحې تړون د ستونزو د حل یوه غوره نسخه ده چې دده په خبره طالبان ورته بشپړه ژمنتیا لري « اسلامي امارت په دې باور دی چې د دواړه لوریو د ستونزې د حل لپاره د دوحې تړون ښه او موثره نسخه ده، له همدې امله موږ په تړون کې شويو تعهداتو ته ځان ژمن بولو، او له مقابل لوري څخه هم ورته غوښتنه لرو.»

یاده دې وي، چې د تېر میلادي کال د فبروري په میاشت کې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ یو تړون لاسلیک شو چې په اساس یې باید بین الافغاي مذاکرات پیل او شد څوارلس میاشتو دننه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د امریکا د وزیر خارجه مستر پمپیو د ټویټ څخه هم باید طالبن هرکلی وکړی هغه لیکلی: (په تیر کال کی یو امریکایی عسکر په افغانستان کی ندی وژل شوی). ولی بر عکس په تیرو ۹ میاشتو کی په افغانستان کی تر ۶۰۰۰ زیاد کسان مړه او زخمیان شوی دی. دی ته وایی جهاد! ماشاءالله.

ملا جانان

طوطي ځوانه اصل جنګ د افغانانو خپل منځی دی. دا امریکایان خو د افغانستان فاسدانو د خپل واک د ټینګښت لپاره تیر ایتلي وه. لکه هغه روسان خواران چي افغان کافرانو خپل ملاتړ لپاره وغولول، دلته یې جیبونه هم ور تش کړل. خو تړون وروسته دومره ګټه رسیدلې ده چي پخوا افغان ظالمان لږ وژل کیدل او افغان مظلومان ډیر. کله چي بهرنیان ووزي بیا به نو د مظلوم وینه تویدل به نور هم کم سي او د ظالمانو مرګ ژوبله به لا زیاته سي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx