لیکنېنظــر

طالبان او امریکا؛ تړون او سرغړونې، اخطار او غبرګون

نظرمحمد مطمئن

د امریکا متحده آیالاتو او طالبانو ترمنځ د تړون لس میاشتې پوره کیږي، ۴ میاشتې لا پاتې دي چې د تړون له مخې به ټول امریکایې/ناټو پوځیان له افغانستان څخه وځي.

په وروسته وختونو کې هڅي زیاتې شوې چې یاد تړون له ستونزو سره مخ، قصدي او یا د ځینو کړیو په غوښتنه سرغړوني وشي، د طالبانو لخوا د امریکا د بمباریو اړوند اخطار او د امریکایې پوځیانو د ویاند ډګروال لېت غبرګون ښيې چې ستونزې او سرغړوني شته.

موږ ټول پوهیږو چې په تیر ۲۰۲۰ ز کال کې په افغانستان کې د امریکایې پوځیانو په شمار څو تنه وژل شوې، مګر ددې لپاره چې تړون عملي شي، او حساسیتونه راپورته نه شي، په دي هر څه امریکا سترګې پټوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جنوري ۲مه ۲۰۲۱ ولیکل چې په تیر ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې هیڅ امریکایې پوځي، د طالبانو – امریکا د تړون له امله ده چې نه دی وژل شوی.

مګر دوه ورځي وروسته د طالبانو لخوا امریکا ته ګوتڅنډنه او اخطار ورکول شو چې له تړون څخه سرغړونه ونه کړي، او په غیر نظامي سېمو کې دي بمبارد ودروي، کنه له جدي غبرګون سره به مخ شي.

ځینې پټې کړۍ، حتی ښکاره کړۍ، او امریکایایې جنرالان، د ناټو جنرالان، د افغانستان لپاره اروپایې ټولنې استازی کوبیا او ځینې هیوادونه غواړي چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي، د امریکا او طالبانو تړون مات شي.

همدا کړۍ د طالبانو له لوري همدا غواړي چي د تړون سرغړوني له پاره کومه بهانه ورته پيدا کړي، مګر د امریکا ملکي اداره په ټول توان هڅې کوي چې تړون عملي شي.

په کار ده چې د تړون د عملي کېدو له پاره له ژور فکر څخه کار واخیستل شي، او د امریکا/ناټو جنرالانو هغه تمې پوره نه شي چې یاد تړون مات او یا له ستونزو سره مخ او په افغانستان کې جګړه او د بهرنیو ځواکونو شتون ته پلمې جنرالانو ته په لاس ورشي.

په ځینو وختونو کې اړتیا وي چې د لوی مصلحت له امله په رښتیا ویلو هم سترګې پټې شي، لکه همدا کار چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو عملاً وکړ.

زه باوري یم چې امریکا او اروپایې هیوادونه کمزوري شوې، اقتصاد یې ځپل شوی، کورونا لا ډیر وځپل، امریکا/ناټو پوځیان به له افغانستان څخه ووځي ان شاء الله، مګر په کار ده چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې د افغانانو خپلمنځې مذاکرات بریالي او موږ سولې ته ورسیږو، داهم ډیره اړینه ده چې د امریکا – طالبانو تړون عملي شي، د سرغړونو څخه مخنیوی، او که سرغړونې کیږي، د یو بل سره تفاهم د لاري ستونزو ته د حل لاره پیدا شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx