ټولنیزه برخه

نيوکه د نيمګړتيا د لرې کېدو ډېره غوره وسيله ده

د عبدالمالک همت ژباړه

نيوکه کول يا انتقاد د انسان د سمون او ترميم ډېره ښه لار ده، ځکه انسان ته ډېره سخته ده چي خپل عيبونه وليدلای سي. بيا نو د نيمګړتياوو د لرې کېدو لپاره ډېره ښه طريقه همدا رغوونکې نيوکه ده چي د پلوي او دوست له خوا وي.

دوست دی چي په غم دي شريک وي، کله چي له خپل ناسم کاره را وګرځې در خوشاله کېږي، خو که نيوکه د دښمن له خوا وي کله چي دغه نيمګړتيا چي په تا کي ده ليري کړې سخت خپه کېږي، ځکه هغه نه غواړي چي بل څوک تر ده لوړ وي. او انسانان طبيعتاً صفت او ستاينه خوښوي پرته له هغه چا چي لوی څښتن رحم پر کړی وي. او دا انسان د هغه متواضع انسان په خلاف دی چي خپل ځان تر نورو کم او کښته ګڼي.

بله خبره داده چي له موږ څخه هر وګړی خوښوي او کوښښ کوي چي خپل لباس او کړه وړه د نورو د خوښي او ذوق سره برابر کړي، لکه چي متل دی: «خواړه په خپله خوښه خوره او کالي د بل په خوښه اغونده». او پيغمبر صلی الله عليه وسلم به خلک هڅول چي د نورو وګړو په وړاندي ښکلی او مرتب واوسي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «تجمَّلُوا حتى تكونوا كأنكمْ شامةٌ في عيونِ الناسِ».

ژباړه : ځانونه مو ښکلي کړئ، څو لکه خال ته چي د خلکو سترګي ور اوړي، همدغسي يې تاسي ته هم سترګي در واوړي.

زموږ عيبونه نورو ته ښکاري، خو کله کله زموږ څخه پټ وي. نو څوک چي دي عيبونه در ښيي داسي وګڼه لکه يو ښه شی چي در کوي يا يو ښه او ډېر بيه سوغات درته ډالۍ کوي. ځکه نو هري نيوکي ته د عبرت او پاملرني په سترګه وګوره او په وړاندي يې له تکبر څخه کار مه اخله، ځکه متکبر د ځان سره دښمني کوي او له دې امله په خپل ځان کي بدلون نه راولي او خپل کړه وړه نه سموي.

ما په خپله له نيوکي څخه رغوونکې وي او که ورانوونکې ډېر څه زده کړي دي، سره د دې چي زما پر شخصيت اغېز کوي، خو زه ډېره ګټه ځني اخلم او په هغه نيوکه کي چي ماته متوجه وي فکر کوم چي آيا دا نيوکه سمه ده، که څنګه؟ خو خپله ډېر کوښښ کوم چي پر نورو نيوکه ونه کړم، په دې چي خپل ځان او خپلو کړنو ته مي ډېر متوجه اوسم اما د نورو نيوکي خپل ځان ته د هغه لومړني ښوونکي په توګه ګڼم چي ما ګوماري څو عيبونه مي ولټوم، له تېروتنو څخه ډډه وکړم، او تل له هغو اشخاصو څخه چي زما ويناوي (محاضرات، مقالې) اوري پوښتنه کوم چي آيا زما په خبرو کي مو کومه داسي تېروتنه او ښويېدنه ليدلې ده، چي زه نه يم ورته متوجه سوی؟

دې ته مو هم بايد پام وي چي ځيني بدنيته نيوکه کوونکي په ډول ډول لارو کوښښ کوي د پرمختګ او برياليتوب مخه مو ډب کړي. دوو تنو له ټلويزيون څخه زما وينا اورېده، يوه دې بل ته چي زما ملګری دی وويل: دغه کس په نشه يي توکو روږد دی.

خو زه په لوی څښتن لوړم چي له دې خبري داسي بري يم ، لکه شرمښ چي د يوسف عليه السلام له خوړلو څخه بري وو. البته کومه نيوکه چي د ورانۍ لپاره وي، هغه د يوه متکبر او مغرور له خوا وي او د دې لپاره نيوکه درباندي کوي چي هم پخپله او هم د خلکو په سترګو کي خوار او سپک واوسئ. او کله چي ته د ځان کړه وړه سم کړې بيا خوابدی وي، ځکه هغه ستا د کړووړو د سمېدو په موخه نيوکه نه درباندي کوي، بلکي ستا د عيب د ښوولو او سپکاوي لپاره دي تر نيوکي لاندي نيسي. خو دوست او په غم شريک نيوکه کوونکی چي د ترميم او سمون لپاره نيوکه درباندي کوي، چي کله وويني کومه نيمګړتيا چي په تاوکي وه هغه دي ليري کړې ده خوشالېږي. نو هغه انسان به تل او پرله پسې د الله په توفيق په ښه حال کي اوسي چي هم خپل ځان ته نصيحت کوي او هم د نورو نصيحت مني.

نو کله چي ته په دغسي اخلاقو ستايلی يې، تل به په خير او خيريت کي اوسې او ښه او خوندور ژوند به دي وي، او هغه چا ته چي عيب پکښېکي وي ښايي چي نيوکه د عبرت په سترګو ومني او په ځان کي بدلون راولي، څو د خلکو له خوا ومنل سي او د لوی څښتن د دې خبري مصداق نه سي: ﴿فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَكِن لاَّ تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ (79) ﴾ [الاعراف: ۷۹].

ژباړه: دغه مهال صالح (عليه السلام کله چي د هغه د قوم خلکو اوښه ووژل او د هلاکېدو سره مخامخ سول) له هغو څخه مخ واړاوه او (د هغو له ښار څخه د وتلو په حال کي) يې وويل:” اى زما قومه ! ما تاسي ته د خپل پالونکي (د امر او نهي هغه) پيغام (چي ماته يې تاسي ته د هغه د رسولو امر کړى وو) ورساوه (خپل وس مي ستاسي په هڅولو او بېرولو کي په کار واچاوه) او ستاسي په نصيحت کولو سره مي ستاسي خير ښېګڼه وغوښته، خو(له بده مرغه) تاسي خير غوښتونکي نصيحت کوونکي نه خوښوئ (د هغو خبري نه منئ او د شيطان په خوله کوئ)“.

البته که چاره نه وي او هغه څوک چي کوم عيب پکښې وي انتقادوئ، نو لومړی يې صفت وکړئ او بيا نيوکه پر وکړئ، چي په دې ډول مو نيوکه ومني او د دښمنئ له دايرې راووزي. ان ځيني خلک د (له خدايه ووېرېږه) له کلمې څخه لا بد وړي او درته وايي ولي؟  او کله چي ورته ووايې (الله دي هدايت درته وکړي) هم يې د مخ پڼه بل ډول سي، ځکه په خپله ګناه وپوهېږي.

نو کوښښ وکړئ چي پر نورو لږ نيوکي وکړئ، خو که له نيوکي څخه چاره نه وي، نو په ښو خبرو، نرمښت او جذاب اسلوب يې کوئ، ځکه د انسان طبيعت غندنه او نيوکه نه خوښوي، خو مسلمان بيا د نورو نيوکي خوښوي او په هغو باندي په عمل کولو سره خپل ځان او کړووړو ته بدلون ورکوي.

خو ګوره چي داسي هيڅ ونه کړې چي د نورو په نيتونو او موخو کي مداخله وکړې، چي په خپل ورور کي دي يو څه ليدلي وي او بې له تحقيق او څېړني يې شر وګڼې او د خپلو ګومانونو او اټکلونو پر بنسټ او د خپل عقل په تفسير نيوکي پر وکړې.

او ګوره چي هيڅکله پر چا باندي په ملنډو نيوکه ونه کړې، لوی څښتن سبحانه فرمايي:
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (11) ﴾ [الحجرات:۴۹ : ۱۱].

ژباړه: ای مومنانو! په تاسي کي يوه ډله (نارينه) په بله ډله (نارينه وو) پوري ملنډي مه وهئ ، ښايي هغه کسان چي ملنډي په وهل کيږي تر ملنډي وهونکو ښه اوغوره کسان وي. او نه دي ښځي په نورو ښځو پوري ملنډي وهي، کېدای سي دغه ښځي چي ملنډي په وهل کيږي تر ملنډي وهونکو ښځو ښې وي. او مه پر خپلو وروڼو عيبونه ايږدئ ، ځکه دوی ستاسي غوندي دي او مه يوبل په بدو او ناسمو القابو يادوئ  او بولئ. له تاسي څخه چي هر څوک دغسي کوي فاسق دی او تر ايمان راوړلو وروسته فسق ډېر بد صفت دی. او هغه کسان چي  توبه ونه کاږي، هغوی پر خپلو ځانونو باندي ظلم کوي.

موږ وينو چي ځيني کسان پر ځينو نورو ملنډي وهي او نيمګړتياوي يې څرګندوي او د يوه ځای خلک ځانونه د نورو ځايونو پر خلکو ښه او غوره ګڼي، نو که کومه نيوکه د ملنډو، فتنې، او بدو چارو لامل ګرځي بيا نو ښه داده چي ونه سي. البته د کينه ګر نيوکه کوونکي موخه له دغسي نيوکو څخه داده چي د اړوند شخص بدۍ او رسوايۍ لڅي او خپرې سي. بله دا خبره ده چي ښايي نيوکه د اغېز او د خطا د تصحيح په موخه وي. له دې امله ادبپوهانو تر دې کچي نيوکي (کره کتني) ته پام اړولی دی چي ان د دوی په منځ کي بېل فن ګرځېدلی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx