افغانستانسولې اړوند خبرونه

قطر کې د مذاکراتي ټیمونو تر منځ ناسته شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو د یوې مقدماتي ناستې په ترسره کولو د مذاکراتو دویم پړاو رسما پیل کړی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مذاکراتي ټیم غړي “ډاکټر محمد نعیم” پر ټویټر لیکلي چې، د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د یوې مقدماتي ناستې په ترڅ کې رسما پیل شو.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د مذاکراتي ټیمونو له لوري د مذاکراتو د اجنډا د څېړلو لپاره ګمارل شوي پلاوي به د راتلونکې شنبې په ورځ خپل بحثونه پیل کړي.
ورته مهال د کابل د ټیم ویاند هم د ټیمونو تر منځ د ناستې خبر تایید کړی.

د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو چې تمه ده د اجنډا په اړینو موضوعاتو ورپکې بحث وشي؛ پیلېدل یې د بېلابېلو لورو له هرکلي سره مخ شوي.
که څه هم تر دې دمه څرګنده نه ده، چې دویم پړاو مذاکراتو به د کومو مهمو موضوعاتو په تړاو بحث کېږي؛ خو د کابل مذاکراتي ټیم وایي کابل کې له بېلابېلو اقشارو سره تر مشورو وروسته ورته جوته شوې چې اوربند باید د دوهم پړاو خبرو د اجنډا په راس کې وي.

ورته مهال طالبان که څه هم د اوربند په اړه د بحث ترسره کېدل نه ردوي؛ خو ټینګار کوي چې پیل باید په داسې موضوعاتو وشي چې اسانه او د دواړو لورو مشترکات پکې ډیر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
علم دوست

آیا په اوربند کی مشارکات نشته. خدای کم عقله انسانان دمځکي له مخې ورک کړه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx