افغانستان

تیره میاشت له ۱۳۰۰ ډیر دولتي عسکر طالبانو ته  تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرو پیلېدو سره طالبانو اعلان کړی، چې په تیرې میلادي میاشت کې له ۱۳۰۰ څځه ډیر دولتي عسکر او پولیس ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس په تسلیم شوو دولتي عسکرو کې پولیس، اردو، اربکیان او د ملي امنیت عسکر شامل دي، چې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی او ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي.

په خبر کې دغه راز ویل شوي چې پورته تسلیم شوو دولتي عسکرو له ځانونو سره ګڼ شمېر وسلې، مهمات، نقلیه وسایط او ټانګونه هم طالبانو ته ور وړي او ژمنه یې کړې چې تردې وروسته د طالبانو پرضد جګړه نه کوي.

«داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي او د مسلمانانو د خوښي یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي.»

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو هم پیل شوی، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته دغه لړۍ نوره چټکه شوې، چې یوازې په تیرکال کې شاوخوا ۱۵ زره دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو فکر کاوه چی د دوحی تړون سره به لکه چی پخوانی مجاهدین مو وزغلول همداسی به د فعلی ادارهم پر غاسته کړی، ولی برعکس د فعلی حکومت عسکرو سخت مقاومت کړی او په میړانه جنګیږی. طالبانو دا هم فکر کاوه چی د دوحی له تړون ورسته به حتمی یو څو ولایته نیسی خو هغه هم ونشول.#

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x