افغانستان

عطانور: تردې وروسته به د مؤقت حکومت له طرحې په ټینګه ملاتړ کوم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور وايي، تردې ورسته به هېواد کې د مؤقت حکومت له طرحې په ټینګه ملاتړ کوي.

عطاءمحمد نور دا څرګندونې د افغان ځوانانو اجماع ټولنې غړو سره په لیدنه کې ترسره کړي او زیاتوي، چې د لنډ مهالي حکومت په جوړېدو به  اوسنۍ بې عدالتي پای ومومي.

نوموړي د کابل حکومت پر مشر ډاکټر محمداشرف غني تور پورې کړی، چې د شخصي عقدې او تعصب پر اساس یې د عامې روغتیا پخوانی وزیر احمد جواد عثماني له دندې لرې کړی دی.

نور دغه راز ویلي، چې اشرف غني د عامې روغتیا وزیر په ګوښه کولو سره خپل یو مهم متحد بایللی دی.

که څه هم د بلخ پخواني والي ددغه مهم متحد نوم نه دی په ډاګه کړی؛ خو د عامې روغتیا وزیر د ګوښه کولو له امله اشرف غني ته د نوموړي فیسبوکي اخطارونو څخه څرګندیږي چې د نوموړي اشاره خپل ځان ته ده.

باید وویل شي چې تیره اونۍ د کابل حکومت مشر اشرف غني لخوا عامې روغتیا پخواني وزیر احمدجواد عثماني له کبله د عطاء محمد نور سخته غوسه راوپارېدله؛ خو په جمعیت ګوند کې د ژورو اختلافاتو له کبله نوموړي یوازې په یو څو فیسبوکي اخطارونو بسنه وکړه او غلی پاتې شو.

د بلخ پخوانی عطاء محمد نور په داسې مهال د مؤقت حکومت له طرحې څخه خپل ملاتړ اعلانوي چې نن په قطر کې د بین  الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرې هم پیل شوې او د کابل حکومت په مذاکراتي ټیم کې د نوموړي مشر زوی خالد نور د یوه مهم عضو په توګه ګډونوال دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د موقت حکومت لپاره هغه کسان زیاد لیواله دی چی غواړی ځانونه یوی چوکی پوری ورسوي او ځان ته پکی ځای پیدا کړی. عطار نور په عوض د دې چی محاکمه شی او حساب ورسره وشی پدی سره غواړی هم ځان له عدالت څخه وژغوری، او هم طالبان او حکمتیار خوشحاله کړی. د موقت حکومت تجربی خو دوه ځلی پدی بیوزله هیواد کی شوی خو کومه مثبته او په زړه پوری نتیجه یی هیڅکله نه درلوده. پدی طرحی باندی پاکستان پانګونه کړې او طالبان هم هڅه کوی چی فعلی حکومت ړنګ شی او پر ځای یی موقت حکومت راشی چی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx