ورزش

پاکستان ته په ماتې ورکولو، نیوزیلاند په ټیسټ کې لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان او نیوزیلاند کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو سیریز د نیوزیلاند په ستره او تاریخي بریا پای ته ورسېد چې په مرسته یې دغې لوبډلې په ټيسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

نیوزیلاند لوبډلې په دوهمه ټيسټ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې ته د یوې پاڼۍ په درلودلو او د ۱۷۶ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۹۷ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري اظهر علي ۹۳ او محمد رضوان ۶۱ منډې وکړې.

په ځواب کې نیوزیلاند لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۶۵۹ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري کین ویلیمسن ۲۳۸ او هینري نیکولس ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډله د سترو منډو په ځواب کې په ۱۸۶ منډو وسوځېدله چې په یوې پاڼۍ او ۱۷۶ منډو توپیر سره له سختې ماتې سره مخ شول.

دا په داسې حال کې چې نیوزیلاند په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هم پاکستان ته د ۱۰۱ منډو په توپير ماته ورکړې وه.

نیوزیلاند لوبډله وتوانېدله د یادو بریاو په مرسته د خپل کرکټ په تاریخ کې په لومړي وار د ټيسټ په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

https://twitter.com/ICC/status/1346670025952825347?s=20

باید وویل شي چې نیوزیلاند له دې وړاندې په خپله خاوره پاکستان ته د شل اوریزو سیالیو په سیریز کې هم په ۲-۱ ماتې ورکړې وه.

د یادو ټيسټ سیالیو پرمهال د نیوزیلاند لوبډلې لوبډلمشر کین ویلیمسن وتوانېد د استرالیا سټیو سمیت له لومړي مقام ښکته او د ټیسټ د توپ وهنې درجه بندۍ کې لومړۍ مقام خپل کړي. هغه په یاد سیریز کې په ۱۲۹ اوسط سره ۳۸۸ منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x