ورزش

د انګلستان فوټبال پریمیئر لیګ ۴۰ لوبغاړي په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس له ساري ناروغۍ سربېره د فوټبال کلبي سیالۍ روانې دي، د انګلستان پریمیئر لیګ د ۴۰ لوبغاړو او کارکوونکو کرونا معاینات مثبت ختلي دي.

د پریمیئر لیګ ادارې ویلي، وروسته له هغه چې په تېره اونۍ کې مو د ۲۲۹۵ لوبغاړو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ معاینات ترسره کړل معلومه شوه ۴۰ لوبغاړو او کارکوونکو کې دغه ناروغي موندل شوې ده.

دا د تیرې اونۍ په پرتله دوه چنده شمېره ده چې د راپورونو له مخې مخکې اونۍ ۱۸ کسانو کې دغه ناروغي موندل شوې وه.

له ۲۸ دیسمبر تر ۳۱ پورې په ۲۸ کسانو کې، او له ۱ جنوري څخه تر ۳ جنوري پورې په نورو ۱۲ کسانو کې د کوویډ-۱۹ ناروغي موندل شوې ده.

راپور کې ویل شوي، په پریمیئر لیګ کې د زیاتو پېښو رامنځته کېدل د زیاتو معایناتو ترسره کېدو له امله دي. تېره اونۍ له شاوخوا ۱۵ سوه معایناتو څخه ۱۸ مثبتې پېښې او یاده اونۍ له ۲۳ سوه معایناتو څخه ۴۰ مثبتې پېښې راغلې دي.

دا په داسې حال کې چې په انګلستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په چټکۍ خپریږي او په تېرو څلورویشت ساعتونو کې له ۶۰ زرو زیات کسان پرې اخته شوي دي.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې په انګلستان کې د کرونا دوهم نسل خپور شوی چې د چارواکو په وینا د تېر په پرتله ۷۰ سلنه چټک خپریدونکی دی.

تر دې دمه د کرونا ویروس له کبله د پریمیئر لیګ ۴ لوبې لغوه شوي دي چې په نږدې راتلونکې کې د نورو لوبو لغوه کېدو ویره هم لیدل کیږي.

که څه هم د فوټبال په نوره نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې کمې لیدل کیږي، د پریمیئر لیګ ادارې هم پریکړه کړې یادو سیالیو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx