افغانستان

د ملي امنیت ځواکونو د پکتیا د والي سلاکار نیولی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې چارواکي د ملي امنیت ځواکونو لخوا د پکتیا د والي سلاکار عطاءمحمد فیروز د نیولو خبر ورکوي.

د پکتیا والي محمدحلیم فدايي هم تایید کړې ده، چې تیره ورځ د ملي امنیت ځواکونو په بنسټیزو چارو کې د هغه سلاکار عطاء محمد فیروز نیولی او د نورو څیړنو په موخه یې کابل ته لیږدولی دی.

ویل کیږي چې نوموړی په دې وروستیو کې د یو شمېر هدفي وژنو په  تور نیول شوی؛ خو د پکتیا والي یې په اړه بې خبري ښيي.

د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو ویشلو نه وروسته په پلازمینه کابل او مختلفو ولایاتو کې هدفي وژنې، اختطافونه او د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي، چې له امله یې د خلکو ژوند سخت تریخ شوی دی.

باید وویل شي چې ولسي جرګه په کابل ښار کې د مرموزو وژنو او مسلحو غلاوو عامل د زرغون بهیر په نوم ګوند بولي، چې د وکیلانو په خبره یاد ګوند د پردیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx