روغتیا

چین د روغتیا سازمان د کرونا اصلیت څیړلو ډله دغه هېواد ته نه ده پریښې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان هغه ډله چې د چین ووهان ښار ته د کرونا ویروس اصلي سرچینې څېړلو لپاره تلله دغه ځای ته نه ده پریښودل شوې.

د روغتیا نړیوا سازمان ویلي چې دا ستونزه ووهان ته د ویزې نشتوالي له کبله رامنځته شوې ده.

چین د یاد سازمان لس غړي دغه هېواد ته له داخلېدو منع کړي په داسې حال کې چې ۲ غړو له مخکې دغه سفر پېل کړی دی.

د کرونا ویروس د ۲۰۱۹م کال وروستیو کې د چین د ووهان ښار له یوه بازار څخه خپور شو چې ویل کېدل لامل یې یو ځانګړی حیوان دی.

خو چین بالاخره د ۲۰۲۰م کال په دیسمبر میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان سره د څو میاشتو خبرو له ځنډ وروسته ومنله چې د څیړنې ډله ووهان ښار ته ولاړه شي.

تر دې مهاله د کرونا ویروس پر ضد یو شمېر واکسینونه چمتو شوي چې د شرکتونو په وینا شاوخوا ۹۰ سلنه اغیزناک ثابت شوي، خو د واکسین د ارزولو بهیر سوکه پرمخ روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx