نړۍ

دروسیی اولسمشر وایی دامریکي دکانکریس غړي تروخت تیرلیونیان دي

president_of_Russia(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۶) تیره ورځ دروسیی اولسمشر دمیټري میډیووف دنوموړي داوړي په هستوګنځي کی له خبریالانو سره دخبرو په مهال وویل، دامریکي دکانګریس غړي ډیر زاړه اولیونیان دي، نوموړي داخبري په داسي مهال کي وکړي کله چي دیو خبریال له لوري دامریکي دکانګریس له لوري هغه غوښتنه یوځل بیا تکرار کړه چي امریکایی کانګریس له روسانو څخه غوښتي وو، چي له جورجیا سره څیرمه سیمو ابخازیا او اوسیتیا څخه دي خپل څواکونه وباسي.

دامریکي دکانګریس غړو یوځل بیا پرهغه تړون باندی ډینګاروکړي چي دهغه له مخي روسانو په کال ۲۰۰۸ کي په جورجیا کي جنګ ته دپاي ټکی کیښود اوتړون کي داهم راغلي وو چي روسان به له پورته دوو سیمو لکه ابخازیا او اوسیتیا څخه خپل ځواکونه باسي.

دجورجیا له جنګه څخه وروسته دجورجیا له رسنیو سره دنوموړي اوله خبري ناسته وه، نوموړي دخپل خبروپرمهال وویل دامریکی له لوري دوړاندي شوی قراردار ترشا یواځي دیو څو مږ فکره غړو رایی پرتی دي، اونور هیڅ اعتبارنه لری.

نوموړي دهیواد په سویل کی په خپله تفریح ګاه کی له خبریالانو سره دخبرو پروخت وویل، دامریکي کانګریس دنااشنا خلګو یو مجلس یاټولنه ده خبري ډیري کوي خوعمل ورباندي کم کوي او وروسته بیا خپلو خبروباندي غورهم نه کوي چي څه مو وویل.

شنونکي وایی په کال ۲۰۰۸ کي چي کله دامریکی اوروسانو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوی وی، بیا دامریکی داولسمشر بارک اباما له لوري هڅه شوی وه ترڅو دواړه هیوادونه خپل منځیو اړیکو باندي غوروکړي چي تریوځایه پوری یی ښه پایله درلوده، خو پدي وروستیو کی روسانو یوځل بیا په سیمه کي دامریکي پرسیاست باندي سختي نیوکي شروع کړی دی چی دابه یوځل بیا ددواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو دخبرابیدو لامل شي.

دروسیی اولسمشر زیاته کړه دجورجیا اولسمشر له مونږ سره هغه وخت ټولي اریکي وشکولي اوپراوسیتیا باندي یی دولکي لپاره جنګ باندي لاس پوري کړ کله چی په کال ۲۰۰۸ کي دامریکی دبهرنیو چارو وزیري کونډیلیزارایس دغه هیواد ته راغله او دجورجیا اولسمشر ته یی دملګرتیا ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه دکونډیلیزا رایس له راتګ سره سمدستی دجوجیا اولسمشر زمونږ سره اړیکي وشکولي، نوموړي زیاته کړه زه باور لرم چي له کونډیلیزاریائس سره دکتلوپه وخت دواړه دي پریکړي ته سره رسیدلي وو چي جورجیا باید دروسانو په وړاندي په جنګ باندي لاس پوري کړي.

شنونکي وایی، په داسي حال کي چی د جورجیا هیواد ګوت څنډه کړی ده چي دروسیی دهغو هڅو چي غواړي ځان دنړیوالی سوداګري دټولني غړي جوړکړي مخنوي به کوي اوله بله لوري دروسیی اودجوریا هیوادونو ترمنځ دجنګ دریم کال لمانځل کیږي کیدای شی ددواړه دښمنو هیوادونو ترمنځ یوځل بیا تااوتریخوالی رامنځ ته شي.

له بله لوري دروسیی دبهرنیو چارو وزیر خبرورکړي دي، وایی څرنګه   دابخازیا اواوسیتیا ریاستونه په ازاد اوخپلواک ریاستونه بلل شوی دي، اوس مونږ قانوني او اوصولي حق لرو چی دغو دواړو ریاستونو کي خپل فوځي شتون ولرو.

بخت الرحمن بخت………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x