افغانستان

سرچینه: د مؤقت حکومت «زیري» د اشرف غني او خلیلزاد ملاقات ستونزمن کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ملي پخلاینې عالي شورا سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې له ځان سره د مؤقت حکومت «زیری» راوړی ؤ، چې له امله یې د کابل حکومت اوسني مشر اشرف غني د ډیرې غوسې له کبله نوموړي سره له کتنې ډډه کړې ده.

کابل ته له رسېدو سره زلمي خلیلزاد له سیاسي شخصتیونو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره لیدلي دي.

 د ملي پخلاینې عالي شورا سلاکار سید اسحاق ګیلاني ویلي؛ د افغان سولې لپاره امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د لنډ مهاله حکومت له زیري سره کابل ته راغلی، چې په خبره یې دا به د افغانستان خلکو ته ښه زیری وي؛ خو اشرف غني له همدې امله نوموړي سره له کتنې ډډه کړې ده.

په ټولنیزو چارو کې د اشرف غني سلاکار جمعه خان اڅکزي ویلي: ډاکټر غني په حکومتي کې د بوختیاوو له کبله زلمي خلیلزاد سره نه دي کتلي؛ مګر خلیلزاد د ملي امنیت سلاکار حمدالله او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له لارې نوموړي ته د مؤقت حکومت «زیری» استولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سرچینو تیره ورځ په کابل کې ویلي ؤ، چې د خلیلزاد د نوې طرحې له مخې به دوه کلنه مؤقته اداره د اسلامي دولت په نوم رامنځته کیږي، چې مشري به یې د غني پرځای بل څوک کوي او غني به واک مؤقتې ادارې ته سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

بله هیڅ لارنسته دی ګل جان لیونی خوملک مردارکۍ دده دمرداریو ټولولو خوهمدغه موقتی صالح حکومت ذمه داره دۍ بیابه ګوروچه کفارپه موقتی حکومت کی مداخله کوی که څنګه ملت اومجاهدین بایدکرزی ظالم غوندی حکومت ونه منی،دغه موقع ده که بیایوظالم پردی پرسته پرسرداقتدارراغلۍ بیابه افغانستان ۲۰کال په اورکی سوزی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

عبدالمالک همت

بې له منځمهالي ادارې جوړولو د روس او امريکا له خوا د دې سره غوټه سوي کلاوې سر نه پيدا کېږي. کاشکي دا خبره د افغانانو د توافق په پايله کي راته سوې وای، چي دا به لوخوشالي وای، خو داچي ځيني کسان منځمهالې اداره نه خوښوي، امريکا مجبوره ده په زور يې په ومني او موږ به هم له ناچارۍ احسنت ورته ووايو. الله سبحانه دي د دې بې اسرې افغانانو دا کړاوونه هر څه ژر، خو په خير ليري کړي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx