نړۍ

د ټرمپ پارېدلو پلويانو له لوري د کانګريس کلا بندي؛ په واشنګټن کې پر ګرځېدو بندیز ولګېد «انځورونه»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د ډونلډ ټرمپ زرګونه پارېدلي پلويان د لاريون پر مهال د کانګريس ودانۍ ته ننوتي، هلته يې د ټرمپ په ملاتړ او د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو اعلان پر خلاف شعارونه ورکړي، چې وروسته د پوليسو او لاريونوالو ترمنځ اخ او ډب هم رامنځته شوی دی.

پوليسو ډزې هم کړي، چې تر اوسه په کې د يوه تن د وژل کېدو او څو نورو د ټپي کېدو رپوټونه ترلاسه شوي دي.

دا پېښه وروسته تر هغه رامنځته شوې، چې د امريکا مشرانو جرګې د ۳م نومبر ولسمشريزو ټاکنو کې د جو بايډن د بريا وروستي اعلان لپاره غونډه رابللې وه.

د امريکا د تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ مرستيال مايک پنس هم په دغه غونډه کې و، چې د لاريون پر مهال ځانګړو پوليسو د کانګريس ودانۍ د ځمکې لاندې لارې څخه په خوندي توګه وويسته.

امريکايي رسني وايي، د ټرمپ زرګونو پلويانو په واشنګټن کې د احتجاجي لاريون پر مهال د کانګريس ودانۍ محاصره کړه او وروسته کانګريس ته ننوتل.

د رپوټونو له مخې ځينو پارېدلو لاريونوالو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ودانيو دروازو د ماتولو هڅه وکړه، چې د پوليسو له لوري پرې اوښکې بهوونکی ګاز وکارول شو.

په عامو حالاتو کې د کانګريس له لوري د ولسمشريزو ټاکنو پخلی رسمي کار دی. د تېر ډسمبر په ۱۶مه ټاکنيزو کالجونو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن د بريا تصديق وکړ او تر هغه وروسته د کانګريس له لوري د ټاکنو د پایلو تصديق وروستۍ مرحله بلل کيږي، خو تېره ورځ د جمهوري پلوو ځينو پارلماني غړو د ټاکنو د پایلو د تصديق مخالفت وکړ.

د ټرمپ د پلويانو له لوري د کانګريس ودانۍ ته له ننوتلو وروسته ټرمپ په يوه ټويټ کې له هغوی وغوښتل، چې له پوليسو سره مرسته وکړي او د خپل ځان خوندي ساتلو په موخه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په واشنګټن کې په ګرځېدو بنديز

د واشنګټن ښاروال مورئل باوزر په ټوله پلازمېنه کې پر ګرځېدو بنديز لګولی او پوليسو لاريونوال په خوندي توګه د کانګريس له ودانۍ ويستلي دي.

د ټرمپ پلويانو دا لاريون په داسې حال کې پيل کړ، چې د کانګريس له لوري د ټاکنو د پخلي له غونډې لږه شېبه مخکې نوموړي خپلو پلويانو ته ويلي و، چې دی به هېڅکله خپله ماتې ونه مني او جو بايډن يې په ټاکنيزې درغلۍ تورن کړ.

ډونلډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته نږدې د خپلو پلويانو دغې احتجاجي غونډې ته وويل، چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او ادعا يې کړې، چې رښتينې ټاکنې ده ګټلي دي.

ټرمپ له خپل مرستيال مايک پنس څخه غوښتي، چې د امريکا له ګټو سره سم کار وکړ. مرستيال ولسمشر د کانګريس د هغې غونډې مشري کوله، چې د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو تصديق په موخه جوړه شوې وه.

له لاريونونو وروسته د کانګريس غونډه ځنډېدلې ده.

ټاکل شوې، چې نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن به د جنورۍ په ۲۰مه د امريکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خو تر هغه مخکې بايد د کانګريس له لوري د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو تصديق وشي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

ډونلډ ټرمپ ته چي ژوندو انسانانو رایه ورکړې وه هغوئ د خپلو رایو په لټه پسي تر کانګریسه پوري ورسیدل. اوس جو بایډن هم باید د پوستې پر هغه سرو بکسونو چي په رایو یې دی کامیابه سوی دی ږغ وکړي چي د خپلو رایو د دفاع لپاره راووځي. د پوستې دلاري په لیږل سوو رایو بریالی سوی بایډن د افغانستان په اوه نیمو لکو رایو بریالي سوي اشرف غني څخه په کمه نه دی. دواړه د یوې فابریکې تولید او پراشوټي ولسمشران دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx