افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: راتلونکې میاشت افغانستان کې د خپلو پوځیانو په اړه پرېکړه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان عمومي منشي «ینس سټولټنبرګ» وایي، ۲۰۲۱ کال ورته مهم دی؛ ځکه دده په خبره، په دې کال کې به د ناټو سازمان غړي هیوادونه افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا هم ایستلو په اړه پرېکړه کوي.

ینس تېره ورځ یوې خبري ناستې ته په خپله وینا کې ویلي، چې ګڼې ستونزې او ننګونې لا هم پر لاره دي؛ خو په خبره یې د افغانستان د قضیې د حل یوازینۍ لاره د سولې خبرې دي چې ناټو ترې ملاتړ کوي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه، چې راتلونکې میاشت به د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران راټول شي او په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا هم را ایستل کېدو په تړاو به خپله پرېکړه شریکه کړي؛ چې دده په خبره، ډېره مهمه ده.

د ینس له قوله، د طالبانو او امریکا تر منځ په شوي تړون کې طالبانو ژمنتیا ښودلې چې بهرنیو «ترهګرو» ته به په افغانستان کې ځای نه ورکوي؛ نو طالبان باید یاده ژمنه عملي کړي «دا ډېره مهمه ده چې باور تر لاسه شي، چې طالبان ټول شرطونه مني، د القاعده په ګډون له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کوي، بې له شکه موږ به د سولې خبرو کې هم مرسته کوو او دې لړ کې به د پرمختګ لپاره مرسته کوو او له هغه وروسته به خپله پرېکړه کوو.»

نوموړي ددې تر څنګ په دوحه کې د افغان سولې د خبرو له بیا پیل هرکلی کړی او د افغانستان قضیې ته یې د یو سیاسي حل د لټولو غوښتنه کړې.

د ناټو سازمان له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس په دوحه کې د افغان سولې خبرې پيل شوې دي او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

د یاد تړون په اساس ټول ناټو او امریکايي ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه (د روان میلادي کال تر می میاشتې پورې) له افغانستانه ووځي.

پنټاګان وایي، د روانې میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx