افغانستان

هلمند کې هوايي برید د یوې کورنۍ ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه  تیره شپه د لښکرګاه ښار لسمې امنیتي حوزې د بشران اړوند په مکتب ساحه کې رامنځته شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه هوايي برید کې «جمعه خان» په نوم د یو ځايي کس کور په نښه شوی، چې له امله یې د نوموړې کورنۍ یو ځوان، یو تنکي ماشوم او ۳ میرمنو په ګډون ۵ تنه په «شهادت» رسیدلي او د یوې میرمنې او ۳ ماشومانو په ګډون ۴ تنه نور سخت ژوبل دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دغه هوايي برید د دوحې تړون څخه ښکاره سرغړونه او د نه زغملو بللی دی.

نوموړي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې داسې ویلي:

«د دښمن دارنګ جنایت په هیڅ ډول د زغملو او توجیه وړ ندی د دښمن له لوري داسي شوم اعمال تر سره کیدل دشوي تړون د نه رعایت کولو په معنا دی او خطرناک عواقب درلودلای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم طالبانو امریکایانو ته پر ملکي او غیر جنګي سیمو د هوايي بریدونو له امله خبرداری ورکړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

If Talib is really Afghan and Muslim, then they should stop negotiations.

KAGA KHOLA PA SOOK SAMEGGI

عبدالمالک همت

دغو د امريکې چوبکيانو ټيټو پيلوټانو ته څه ووايم ؟ ای ارذالو ! ای بې وجدانانو ! دا مو څه کړي دي؟ داتنکي کوچنيان مو په کومه ګناه دغسي ډله ييز ووژل؟ څونه پست ساکښان ياست؟ څونه پست حکومت دی؟ مرګ پر ټيټ او د قدرت وږي اشرف غني باندي، ای ستا دي پر شير لعنت سي ! مرګ پر وحشي او خونخورو اشغالګرو امريکايانو !

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx