افغانستان

ارزګان کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتي قطعې موټربم چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د ځانګړو قطعاتو پر عملیاتي قطعې موټربم چاودنه کې یادو ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

دا برید تیر ماښام د ترینکوټ په «صوفیانو» سیمه کې د ملي اردو او پولیسو ځانګړې قطعې پر عملیاتي کنډک د هاموې ټانګ په وسیله ترسره شوی.

که څه هم د ارزګان ولایتي چارواکي په اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې له ځایه د ځانګړو ځواکونو ۶ جسدونه راویستل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره ښايي د تلفاتو شمېره تردې هم زیاته شي، ځکه یو شمېر عسکر لاهم تر خاورو خځلو لاندې ایسار دي.

د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال محمدکریم کریمي هم ددې برید د تایید ترڅنګ ویلي، چاودنه دومره زوروره وه چې آواز یې تر لرې ځایونو هم اورېدل شوی دی.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی او څرګنده کړې یې ده چې پر نوموړې پوستې یې ځکه برید کړی، چې د عامو خلکو د ځورولو او تکلیف لپاره جوړه شوې وه.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو باندې پوځي عملیات پیل کړي، چې د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوي او له امله یې وخت ناوخته یادو ځواکونو ته تلفات هم اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx