نړۍ

پر کانګريس د ټرمپ د پلويانو يرغل کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا په کانګريس کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن د بريا د تصدیق لپاره د غونډې پر مهال د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زرګونو پلويانو د کانګريس پر ودانۍ هجوم ور وړی او له پوليسو سره د اخ او ډب پر مهال لږ تر لږه څلور لاریونوال وژل شوي او څوارلس پوليس هم ټپيان دي.

د پلازمېنې واشنګټن ښارواله موريل بوزر وايي، په وژل شوو کسانو کې دوه مېرمنې او دوه سړي دي.

د ښاروالې په وينا يوه مېرمنه د پوليسو په ډزو ټپي شوه او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

امريکايي رسنۍ وايي، يوه مېرمن او دوه سړي د بېروبار پر مهال وژل شوي دي.

د واشنګټن د پوليسو اداره وايي، له لاريونوالو سره د اخ او ډب پر مهال څوارلس پوليس هم ټپيان شوي، چې د ځينو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی.

د رپوټونو له مخې پوليسو ۵۲ کسان نيولي دي.

د ټرمپ د پلويانو له لوري د کانګريس پر ودانۍ له یرغل وروسته د نوي ولسمشر جو بايډن د بريا د تصديق په اړه ځنډول شوې غونډه بېرته پيل شوې ده.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دې ګډې ناستې مشري د کانګريس رئيسه نينسي پيلوسي او مرستيال ولسمشر مايک پنس کوي.

په دغه ناسته کې د ټاکنيزو کالجونو او پايلو اړوند نيوکو په اړه بحثونه کيږي او ټاکل شوې، چې د کانګريس په دې ناسته کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن د بريا تصديق هم وشي.

جو بايډن ډونلډ ټرمپ په بغاوت تورن کړ دی او له هغه يې غوښتي، چې د ولسواکۍ له سپکاوي ډډه وکړي.

ټرمپ هم د ټلويزوني وينا پر مهال پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې له پوليسو سره مرسته وکړي او د خپل ځان خونديتوب لپاره بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دایې هم دیموکراسي ؟ او که سوټی کراسي ؟ دامریکایانو سیاسي شعور په یوه لوري زانګي او هغه داده چې د خپلو ګټو لپاره جنګ مرګ او ژوبلي دي چې لوی مسالونه دوه اتوم بمونه په چاپان، جنګ په ویتنام ، عراق ، افغانستان او کوریا کې او داسې نور فسادونه دي ، د امریک دوګړو ذاتی خواص اشغال ظلم او زور دي چې میراثي له پلرونو ورته پاتي دي ! دامریکا اصلي اوسیدونکي ایندان وو چې یو اسیایې منګول ترک ذاته اولس تیسر شوی کوم چې د اروپایې ګډوالو له خوا په ډیر بی رحمانه ډول له منځه لاړل… نور لوستل »

طوطی

طالبانو ته: په خاطر د الله امریکایانو ته تمه مه کوی نور. ژر تر ژره یوی سولی ته ورسیګی کنه نو بیا به پښیمانه یی د امریکی له لاسه به هم څه نه کیږی.

Abdul-Rauf Alam

ته شرم نلرې؟ چې بیا دې لیکل کړی. هر کله چې دین او مذهب دې معلوم شو ، بیا د مجاهدینو په اړه کولی شې څه ولیکې. اوس محال شرم ده ، چې څه ولیکې.

عبدالمالک همت

د نن ټکي آسيا محترم مدير صاحب ته !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وبعد :
دغه ورور چي دغه ښکلی نوم يې ځان ته ټاکلی دی خورا تېز او احساساتي ښکاري او ژبه يې هم خپل سر ته پرې ايښې ده، زما نصيحتونو خو هيڅ اغېز نه دی پر ښندلی، نو که يې تاسي لږ در کنټرول کړئ مهرباني به مو وي. والسلام . ستاسو، د ده او د ټولو دوست عبدالمالک همت.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx