نړۍ

کانګريس په ولسمشريزو ټاکنو کې د جو بايډن د بريا پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د کانګريس له غونډې وروسته د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن د بريا پخلی وکړ.

کانګریس په خپله نننۍ ناسته کې د ډيموکراټانو نوماند جو بايډن د ۳۰۶ ټاکنيزو کالجونو د رايو په تر لاسه کولو ګټونکی اعلان کړ.

د جو بايډن سيال او تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ۲۳۲ رايې ګټلې وې، خو نوموړی لا هم په دغو ټاکنو کې د ماتې منلو ته نه دی تيار.

د ولسي جرګې او مشرانو ګډه ناسته تېره شپه پيل شوې وه، خو د ټرمپ پلويانو د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو له منلو انکار وکړ او زرګونو پارېدو پلويانو يې د کانګریس پر وداني يرغل کړی و، چې پر مهال يې لږ تر لږ څلور کسان وژل شوي او څوارلس پوليس ټپيان شوي وو.

له څو ساعته ځنډ وروسته د ولسمشر د بريا پخلي لپاره د کانګريس غونډه بېرته پيل شوه او د جو بايډن د بريا پخلی يې وکړ.

د کانګريس دغه ناسته د مرستيال ولسمشر مايک پنس او د کانګريس د مشرې نینسي پيلوسي په مشرۍ پيل شوې وه او له څو ساعته بحثونو وروسته يې د جو بايډن د بريا پخلی وکړ.

په عين حال کې د سپينې ماڼۍ يو شمېر کارکوونکو د کانګريس د وروستيو پېښو په غبرګون کې له خپلو دندو استعفاوې وړاندې کړي.

يو شمېر وزيرانو او د کانګریس غړو غوښتنه کړې، چې ټرمپ بايد د روانې جنورۍ له شلمې مخکې له دندې ګوښه کړی شي.

د امريکا مشرانو جرګې د رايو په اکثريت د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو په اړه ټولې نيوکې رد کړې.

د ټاکنو د پایلو په اړه وروستي پرمختګونه

  • ټرمپ: د جنوري په شلمه به د واک منظم لېږد ترسره شي.
  • مرستيال ولسمشر مايک پنس وويل، چې کانګريس د جو بايډن د بريا پخلی وکړ او دې سره د جنورۍ په شلمه د واک لېږد لپاره زمينه برابره شوه.
  • جمهوري پلوه سناتور ټيډ کروز: زه باوري يم، چې موږ به د واک د منظم لېږد شاهدان يو، څنګه چې زموږ اساسي قانون وايي.
  • تيډ کروز: کانګريس د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو تصديق په اړه خپل مسؤوليت ادا کړ.
  • ټيډ کروز: د کانګريس پر ودانۍ يرغل ترهګریز او سپک کار دی.
  • جو بايډن: ټرمپ بغاوت او ولسواکۍ ته سپکاوی کړی.
  • د برتانيې د کورنيو چارو وزيره: د ټرمپ څرګندونې په واشنګټن کې د وروستي تاوتريخوالي لامل شوې.
  • د ایران ولسمشر حسن روحان: په امريکا وروستي تاوتريخوالي د امريکايي ديموکراسۍ ناکامي راښکاره کړه.
  • جمهوري پلوه سناتور بات تومي پر کانګريس د تېرې ورځې د يرغل پړه پر ټرمپ اچولې.
  • د واشنګټن د پوليسو مشر: پر کانګريس د پارېدلو لاريونوالو د چپاو پر مهال څلور تنه وژل شوي او څوارلس پولیس هم ټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي وضعيت يې ترينګلی دی.
  • ټويټر ادارې د ډونلډ ټرمپ ټويټر حساب د ۱۲ ساعتونو لپاره تړلی و او د بشپړ تړلو ګواښ يې هم ورته کړی دی.
  • ټاکل شوې، چې نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن به د جنورۍ په شلمه د امريکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړي او ټرمپ به له سپينې ماڼۍ ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx