نظــر

سياسي واک، منبع، ماهيت، وسايل او کړنلاره يې

د،ب،هيښ
د انساني ژوند ټول هدفونه، ارمانونه او غوښتنې يوازې په واک لرلو سره پياده کېدلی شي. ازادي چې د الله پاک تر ټولو ستر نعمت دی په قدرت ولاړه ده.
څوک چې واک نه لري، ازادي نه لري، اسیر دی او د بل تر واک لاندې د قيد په ځنځيرونو تړلی دی. نه تصميم نيولی شي، نه پرېکړه کولی شي او نه مستقلانه اقدام او عمل. دا مسئله هم په انفرادي ژوند کې مطرح ده او هم په ټولنيز کې او همدا واک دی چې د ژوند  او ټولنې ټولې سياسي ـ اقتصادي -علمي – مديريتي او کلتوري برخې اداره کوي او په حرکت يې راولي.

د ټولنيز او معاشرتي ژوند په اختيارولو سره د انسان د فردي واک د دایرې شعاع لنډه او يوازې د فرد تر شخصي او کورني محيط پورې محدوده شوه.

يعنې په شخصي امورو کې د تصميم نيولو او فيصلې کولو فردي واک يې محفوظ پاته شو، خو په ټولنه کې چې د لکونو او ميليونونو افرادو نه تشکيله شوې ده، د يوه شخص د واک په ځای د ميليونونو افرادو د واکونو مجموعه منځته راغله.

ددې ميليوني افرادو د واک د مهارولو، کانالیزه کولو  او د ټکرونو د مخنيوي لپاره ددې ضرورت او اهميت پيدا شو چې يوه واحده مرجع د تنفيذ د قدرت بايد پيداشي تر څو د ځانځانۍ او ګډوډۍ مخه ونيسي او ټولنه د واحد تصميم او پرېکړې په اساس اداره او مديريت کړل شي. همدا د يوې  مرجع پيدا کېدل او يا جوړول چې واک تنفيذ او وچلوي د سياسي واک(ټولنيز قدرت) او د سياست (واک چلول) د مکتب د زېږېدلو شروع او په ټولنه ‌کې مروجه  شوه چې تر ننه پورې دوام لري.

که څه هم سياست ډيرو متفکرينو او ټولنه پېژندونکو په مختلفو ډولونو تعريف کړی دی. ځنې وايي د عقل او تدبير له لارې واک ته رسېدل سياست دی. نور بيا سياست په ټولنه‌کې د امکاناتو هنر بولي.

خو اصلي تعريف او مفهوم د سياست د واک (قدرت د سرچينې او منبع) په هکله تفکر ته وايي. هر څومره چې په يوه ټولنه ‌کې د واک د سرچينې د پېژندلو په هکله د تفکر درجه قوي او پراخوي، په همغه اندازه د ټولنې په کړو وړو، تعاملاتو او معاملاتو کې د غلطیو او د هغې نه را ولاړو شويو ستونزو کچه ټيټوي.

کله چې د قدرت سرچينه او منبع معلومه شي د واک ماهيت او منځپانګه هم روښانه کيږي، چې د کوم ځای او سرچينې نه تغذيه او خړوبيږي.

د دې لپاره چې د سياسي قدرت مشروعيت او نه مشروعيت، مقبوليت او منفوريت، منل او ردول او معقوليت يا غير معقوليت يې ښه تشخيص کړی شو، لازمه او ضروري ده چې سرچينه او متبع يې بايد ولټوو او د فکر کولو په وسيله يې تجزيه، تحليل او وشنو.

زموږ په ټولنه کې لويه ستونزه او ترې راپورته شوي مصیبتونه د همدې وجې راپيدا شوي دي، چې موږ د واک يا قدرت د منبع د پېژندلو او محتوا نه ‌يې د خبرېدلو په ځای د واک ظاهري بڼه، ځلا، ښويتوب او جذابيت د خپلو عواطفو، احساساتو، تمايلاتو، ذوقونو او شوقونو په تله تلو، خو د منبع او ماهيت په هکله  يې سوچ نه‌ کوو او دا فکر نه کوو چې د قدرت ظاهري شکل، شمائل  او جوش يې د محتوايي جوړښت سره سمون او تطابق لري او که نه د سياسي واک د زرينو جامو لاندې، کرغېړنې او تباه کوونکې بلا ځان نغښتی دی؟

همدا د سياسي قدرت د منبع او سرچينې په هکله د نه فکرکولو او غفلت له کبله ټول عمر غوليدلي، کړېدلي او د يوې بلا نه خلاصون د بلي په قبضه کې لویدلي يو. نيم عمر مو ددې پټو بلاوو په صفت او حمايت تيرشي او نيم نور بيا په غيبت او شکايت. همدا سلسله تکراري روانه ده او د ختمېدو څرک يې نه ښکاري.

نو ددې تاريخي او دايمي عذاب نه  هغه وخت خلاصون پيدا کولی شو چې  خپل فکرونه او سوچونه د سياسي قدرت د سرچينې او منبع په پوهېدلو مصروف کړو او د پېژندلو وروسته يې د حمايت او نفي فيصله وکړو، نه په جذباتي کړنو يې تايد يا رد کړو.

سياسي قدرت بل څه نه دي يوازې د واک چلولو طريقه ده چې د منبع، ماهيت، وسائلو او طرزالعمل له نظره يوازې دوه ډوله لري:

۱- دېکتاتوري يا زورواکي، چې د سياسي واک سرچينه يې يو شخص، کورنۍ، ډله، تنظيم او يا ايډيولوژي ده، ماهيت يې ظالمانه، قدرت چلولو وسيله يې زور او طرز العمل يې قهر امیزه احساساتي او د اسلحې په استعمال ولاړ وي.

۲- ضد ديکتاتوري، چې د سياسي واک سرچينه يې ولس دی، ماهيت يې عادلانه، د قدرت چلولو وسيله يې د شريک تصميم په اساس شريک تفاهم او توافق دی، طرزالعمل يې سوله ایزه او عقلاني وي او  په دې ډول سياسي واکدارۍ کې  زور نفي او مردود دی.

۱-دېکتاتوري يا زورواکي:
په ديکتاتورۍ، استبداد او زورواکۍ کې د قدرت د لاسته راوستلو، چلولو او بقا منبع فقط يو خاص مقام(شخص، کورنۍ ډله…‌) دی، چې د وچ  زور، اسلحې او فشار په وسيله ځان تحميلوي او د زور او اسلحې د وسيلې په کارولو د ډار،ترور، اختناق، شکنجې، زندان او وژلو له لارې خپل ناولي ژوند ته دوام ورکوي.

ديکتاتوري يوازې د زور نه تغذيه او تنفس اخلي، چې که د زور وسيله يې ورکه او خلع سلاح شي، ديکتاتوري هم ختمه او مړه کيږي.
ديکتاتوري قدرت، ځان د قدرت چلولو ابدي مستحق بولي او هیڅ بدلون او تغير نه‌مني. يوازې کله چې يې د سقوط خطر پيداشي خپل ظاهري شکل ته تغير ورکړي، بل نوم ځان ته غوره کړي او په بل لباس ځان را ښکاره کوي، خو ماهيت يې همغسې جابرانه، امرانه او ظالمانه ‌وي.

همدا وجه ده چې دیکتاتوران په لسهاوو کلونه د قدرت په څوکۍ ناست وي، فقط طبيعي مرګ او يا د بل دیکتاتور په‌ وسيله قتلول يې د قدرت د څوکۍ نه بېلولی شي، خو دا بېلوالی او تغير د دېکتاتورۍ د ماهيت تغير نه دی، بلکې استبداد بايد دوام پيدا کړي.

په ميراثي دېکتاتورۍ کې د دیکتاتور د کورنۍ يو څوک بايد د هغه ځای ونيسي او په نورو دېکتاتوريو کې(اډيولوژيکي، مذهبي، ګوندي او تنظيمي) کې د همغه ډلې او يا ګروپ  په ولکه کې بايد قدرت پاته شي، ځکه په ديکتاتوري سيستم کې يو سر ته ضرورت دی چې ټولنه بې سره پاته نه شي.

په ديکتاتورۍ کې سوله، هوسايي، ارامي، خوشحالي او رفاه يوازې د قدرت د خاوندانو(دیکتاتورانو او متعليقينو)حق دی. جنګ، غم، فقر او عذاب د ولس برخه رسېدلې، هغه هم د قدرت د خاوندانو د معيشت او عشرت د تأمينولو لپاره.

په ديکتاتورۍ کې ټولنيز عدالت، قانون، انساني کرامت او حقونه نشته.
ديکتاتوران او د سياسي قدرت سيستم يې هم قضا ده، هم اجرائيه قوه او هم مقننه قوه. هر څه چې د دیکتاتورانو د طبيعت او مزاج سره برابر وي هغه قانون بلل کيږي او بايد عملي شي، ولو که د انسانانو د وژلو او وينې تويولو په‌ قېمت هم وي. انساني کرامت، عزت ، شرافت او حقوق  هغه امتياز دی، چې يوازې د قدرت والا بايد ترې برخورداره ‌وي او دا امتياز يې بايد د هر تجاوز نه محفوظ وي.

ديکتاتوري هېڅ وخت په خپل استبداد او مطلقيت اقرار نه کوي، بلکې تر ښايسته، رنګينو، جذابو او احساساتو پارونکو جامو(ديني، ملي، مذهبي، قومي، ژبني، اډيولوژيکي او….) لاندې ځان پټوي، ځانونه تر ټولو معتقدين،  وطندوسته، ملت دوسته او انسان دوسته بولي. ديکتاتوري د ټولنې د منل شويو ارزښتونو، اعتقاداتو، منافعو او مقدساتو د دفاع په نامه خپله زور واکي او استبداد توجيه کوي، حال دا چې  عملاً د ټولنې د ارزښتونو (ازادي، خپلواکي، ديني باورونه، وطن، عدالت او د ټولنې د غړيو حقوق) په ضد لګيا وي او د خپل قدرت د تداوم لپاره پرې معامله کوي، خيانت ورسره کوي او د خپل ژوند د تداوم لپاره د هر رنګه لړزوونکو جنايتونو د کولو  نه باک نه لري.

په ديکتاتورۍ کې اولس يوازې يوه وظيفه او مسؤليت لري او هغه د استبداد نه تابعيت، اطاعت او بې شک او شبهې د اوامرو منل.

دېکتاتوري په خپل سياسي قدرت کې شريک، اپوزيسيون او مخالف لوری نه يوازې نه زغمي، بلکې په شدت او سقاوت سره يې محو کوي.

په دېکتاتورۍ کې  د انتقاد، پلوراليزم، زغم او تولېرانس کلتور نشته. هر مخالف نظر ځان ته سپکاوی او خطر بولي او د اسلحې په زور يې خاموشه کوي.

ديکتاتوري ځان د هېچا او هېڅ مرجع په مقابل کې د خپلو اعمالو د نتايجو په هکله د ځواب ويلو او محاسبې مسؤليت نه مني. هر عمل يې ولو که جنايت او خيانت هم وي د قدرت د مصلحت او  حفاظت تر نامه او بانه لاندې توجيه کوي.

دا چې د ديکتاتورۍ وجود، ژوند، دوام او بقا د زور په کارولو صورت نيولی دی، هېڅکله سوله ييز بدلون ته غاړه نه ږدي، يوازې بل زور بايد پيداشي چې عوض يې کړي او ځای يې ونيسي.

همدا وجه ده چې د سياسي قدرت (استبدادي) د تغير او بدلېدو لپاره په کراتو د ميليونونو انسانانو ‌وينې بهېدلې دي. کورونه، کلي او ښارونه په کنډوالو بدل شوي دي، جبري مهاجرتونو صورت نيولی دی، وطن د يتيمانو، کونډو، بورو، زخميانو او معلولينو  نه ډک شوی دی.

ديکتاتوري يو شيطاني او مصنوعي سياسي قدرت چلونه ده، چې د الهي خلقت او انساني فطرت سره په تضاد کې قرار لري، ځکه انسان الله پاک ازاد خلق کړي او د عقل په نعمت يې نازولی دی، مګر ديکتاتوري د الله ددې فيصلې سره او د انساني فطرت سره د انسانانو د ازادۍ او د ‌عقل په بنياد د ازاد تصميم نيولو او فيصلې کولو سره ضديت او دښمني لري او يوازې خپل تصميم او پرېکړه په نورو تحميلوي او د ټولنې افراد بايد جبراً د خپل طبيعت خلاف د هغې نه پيروي وکړي.

دیکتاتوري او پيروان يې کوښښ کوي چې سياسي قدرت د تقدس درجې ته ورسوي ، څو څوک پرې نيوکه ونه‌کړي او د شک په سترګه ورته ونه‌ګوري. هر سازنده او معقول انتقاد ګستاخي بولي او  که چا دا ګستاخي وکړه او د دوی قدرت يې تر سوال لاندې راووست، فوراً يې د مرتد، ياغي، باغي او تکفير په غشي  داسې وولي، چې بيا سر پورته نه کړي. حال دا چې سياسي قدرت  د اسمان نه نه دی را نازل شوی، چې په قدسيت او معصوميت يې ايمان راوړل شي‌ او بې له شکه او ګومان نه ومنل شي.

۲- ضد ديکتاتوري سياسي واک
ددې ډول سياسي  واک سرچينه او اصلي منبع ولس دی، چې په سوله يیزه توګه  د ولس د تصميم او پرېکړې په اساس جوړيږي او اعمال د قدرت يې هم مسالمت امیزه دي. زور، فشار او د قهر امیزه کړنو ټول اشکال او میتودونه لکه ډار، فشار، ترور ، فزيکي برخوردونه ، شکنجې ،سانسور او وژنې په کې حرام دي.

په دې ډول واکمنۍ کې سياسي قدرت د يوه شخص، کورنۍ، قبيلې، ګوند، مذهب او اډيالوژۍ له لوري په زور نه دی غصب او يرغمل شوی، بلکې د ملت خدايي او طبيعي حق دی، چې د ملت په خوښه، رضايت او فيصله منځته راغلی دی. دا چې ټولنه د افرادو او سازمانونو د مختلفو فکرونو او نظرياتو نه تشکيل شوې ده، نو په ضد دېکتاتوري واکمنۍ کې تنوع د افکارو د يوه منل شوي حقيقت په حيث پيژندل کيږي او دا اختلافات د زور وهلو او فزيکي برخوردونو په ځای د منطقي مباحثو، مذاکرو او تبادل د نظرونو له لارې د شريک تصميم په وسيله، تفاهم او توافق ته رسول کيږي او په نتيجه کې بې د خشونت نه سياسي واک استقرار پيدا کوي.

په ‌ضد ديکتاتورۍ کې سياسي قدرت د زمان په لحاظ محدود او مشروط دی، نه لکه په ديکتاتورۍ کې غير محدود او غير مشروط‌. د سياسي قدرت ماموريت د يوه معين وخت لپاره د ولس له لوري اجرايي هيئت ته سپارل کيږي او شرط يې د منل شويو قوانينو په چوکات کې خدمت کول دي، چې د اجرأتو نظارت او ارزونه يې خپله ولس کوي او دا صلاحيت لري چې د موجوده سياسي واک ماموريت تمديد او يا يې تغير کړي.
له دې کبله  چې په ضد دیکتاتورۍ کې د سياسي واک جوړونه په سوله يیزه توګه د ولس له لوري صورت نيولی دی، نو تغير او تعويض يې بې د قهر او زور د استعمال  نه صورت نيسي او ټولنه د خشونت او انساني تلفاتو نه په امان کې پاته کيږي‌.

په ضد ديکتاتورۍ کې سياسي قدرت آمر، بادار او سالار نه دی، بلکې مامور، خادم او مطيع دی، چې د خپلې هرې کړنې، اجرااتو او اقداماتو مسؤل دی ‌او د خپل ماموريت په جريان او ختم کې بايد ملت ته حساب ورکړي او د مکافاتو او مجازاتو په ورکولو يې سم کارونه تقدير او غلط يې تقبيح کيږي.

ټولنيز عدالت، قانون، انساني کرامت او انساني حقونه د ضد ديکتاتورۍ سياسي واکمنۍ د سياسي، اقتصادي، ټولنيز، ثقافتي او امنيتي ژوند د کولو اساسي بنسټونه دي. په دې واکمنۍ کې هر نوع تبعيض او امتياز(قومي، ژبنی، مذهبي، سمتي، رنګي، جنسي) منفور او مردود دی.

د ټولنې ټول غړي چې ملت ترې جوړ شوی دی، په ولسي واکمنۍ کې د مساوي حقوقو نه برخورداره دي. ټول په سياسي واک کې  مساوي او يو شان حق لري ، چې د سياسي واکدارۍ د هيئت او مديريت په هکله ازادانه نظر ورکړي، ازاد تصميم ونيسي او ازاده پرېکړه وکړي.

په ضد ديکتاتورۍ سياسي واکدارۍ کې د سياسي واک د مديريت او د ټولنې د ادارې امورو د مخته بېولو لپاره د لايق، متخصص، خدمتګار، صادق، ملت او د ملت اډيالونو او عقايدو ته وفادار او متعهد خلک د ولس له لوري تشخيص کيږي او د سياسي واکمنۍ ماموريت ورته په مشروط (معينه موده، مسؤليت پذيرۍ او حساب ورکولو) ډول ورته تسلمیږي.

ضد ديکتاتورۍ سياسي واکمني سانسور او د ټولنې د افرادو او سازمانونو د سياسي نظرياتو او افکارو د بيان په ازادۍ بنديز ردوي او د ټولنې ټولو افرادو ته د خپلو سياسي نظرياتو او افکارو د اظهار حق ورکوي په دې شرط چې د ټولنې ټول منل شوي ارزښتونو(ديني، ملي، تاريخي، کلتوري) او ټولنيزو منافعو ته احترام ولري او د دوی سياسي فعاليت د ټولنې دا منل شوي ارزښتونه زيانمن نه کړي، ځکه په دې سياسي واکمنۍ کې نظرياتي اختلافونه بايد  په سوله ییزه شکل، پراخه حوصله او تولېرانس سره د عقل، منطق او تدبير په بنا حل شي، نه د وسلې او زور په کارولو.

بناً سياسي قدرت يوه انساني پديده ده چې د انساني ټولنې ادارې او مديريت لپاره خپله د انسانانو له لوري منځته راغلې ده. سياسي قدرت هغه مؤسسه ده چې په تاسیسولو کې يې خپله انسانان مستقيم دخيل دي.

سياسي قدرت نه مقدس دی، نه ابدي دی، نه ميراثي او نه تغير ناپذيره لکه دیکتاتوران او پيروان يې چې ترسيموي، بلکې سياسي قدرت د انسان په وسيله جوړه شوې دستګاه  ده چې په ټولنه کې د واک چلولو لپاره، چې تابع د زماني او مکاني شرايطو او انکشافاتو ده او د هغه مطابق بدليږي، نو يې کيږي، اصلاح کيږي او د تکامل په لوري قدم اخلي.

دا چې سياسي قدرت د انسانانو په وسيله جوړيږي او انسانان د خطا، نواقصو او عيبونو نه خالي نه دی، نو د انسان دغه اختراع شوې دستګاه(سياسي قدرت) هم کامله او بې عيبه نه ده.

طبعاً بايد نقد شي، نیمګړتیاوې يې  په ګوته شي او د اصلاح لپاره يې نوي تجويزونه وړاندې او عملي شي. خو دا کار(نوی کول، تغيرول او اصلاح کول) يوازې په ولسي، سياسي واکدارۍ کې بې د وينو تويولو، بې د انساني تلفاتو او مادي ضايغاتو، بې له قهره، بې د زور او اسلحې د استعمال څخه ممکن دي، چې په ديکتاتورۍ کې بيا دا کار د درنو تلفاتو او ضايعاتو په ورکولو سره په ډېره ګرانه بيه ولس ته تماميږي، چې زموږ وطن ددې واقعيت ژوندی مثال دی.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

واک چه پوهواوعالمانوته ونسپارل سی همیشه به ترداسی مصیبتولاندی وی دنادراوظاهرشاه حکومتوپه واسطه دانګریزی شیطانوپه هدایت افغانستان له علمه واچوۍ چه خره اوانسانان سره وپیژنی اوقدرت پوهوانسانانوته و سپاری ډیره مشکله ده اوس هم چه عالمانوته قدرت په لاس ورنسی،اوس هم قدرت دکادیانیانودکتابوویونګوته په لاس ورځۍ چه ټول دقرآنکریم ضد دی وګورۍ الله په قرآنکریم کی فرمایی:په اسلام کی ډلی جوړول دمشرکانو کاردی نن دکوئټی د ۱۱مظلوم کان کنانوغریبانوقتل هم دغه دسنی اوشیعه دډلوسبب ندۍ چه الله په قرآنکریم کی په واروارو مسلمانان منع کړی دی آیادغه دقرآنکری مخالفت کوونکی مسلمانان دی،عدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx